اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د کرونا وائرس وبا او د دې نه پس پرمختګ لپاره د سرمايه كارۍ په اړه د لوړې كچې ورچوئل دستوره كښې (نن) ګډون كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې دستورې كوربتوب به د كاناډا ، جميکا او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كوي ، د ګردې نړۍ د سر مشران او حكومتي نمائندګان په دستوره كښې رابللې شوي۔ د وزيراعظم عمران خان نه علاوه به د فرانس، سوئيلي افريقې ، قزاخستان اولس مشران ،د برتانيه، جاپان، ناروے، اټاليې، آئرلېنډ وزيراعظمان، د المان چانسلره او د سعودي عرب ولي عهد به دستورې ته وېنا كوي۔وزيراعظم عمران َخان له دستوره كښې بلنه وركول د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د مخلص وياند په توګه د ھغه د كردار او بې وزله هېوادونه د قرض د فشار نه خلاصولو لپاره د هغه د مطالبې د اعتراف عكاسي كوي ، پاکستان له دا موقع په لاس ورغلې چې ھغه د لويو معاشي او اقتصادي قواؤ پشمول د لويو هېوادونو ګروپ سره په ګډه د قرض مسئله حل كړي