وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري لخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنرې مشېل بېچلېټ ته خط

image

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنرې مشېل بېچلېټ ته په خپل ليكلي خط كښې وئيلي دي مقبوضه كشمير په هند كښې د ضم كولو په غېر قانوني اقدام سخته اندېښنه لرو، د هند د اګست د 5مې نېټې كال 2019م اقدام غېر قانوني دے، د يو اېن د بشري حقونو ادارې دغه د وړاندې نه غېر قانوني ګرځولے . ملګري ملتونه دې كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو عمل ودروي، په سوپور كښې د درې كلن ماشوم اوسنے تصوير د هندي بربريت عكاس دے. هند 25 زره غېر كشميريانو ته په ډوميسائل وركولو د جنېوا كنونشن خلاف ورزي كړې. د بشري حقونو وزارت وياند له مخې د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنرې مشېل بېچلېټ ته په ليكلي خط كښې وئيلي دي د هند د اګست د 5مې نېټې كال 2019م اقدام غېر قانوني دے، د يو اېن د بشري حقونو ادارې هم دغه د وړاندې نه غېر قانوني ګرځولے. ملګري ملتونه دې د كشمير د آبادې تناسب بدلولو عمل ودروي. وفاقي وزيرې ووئيل او اېچ سي اېچ آر د كشمير په اړه دوه راپورونه د وړاندې نه جاري كړي، وړومبنے راپور په جون كال 2018م او دوهم راپور په جولائي كال 2019م كښې جاري كړے شوے. په دواړو راپورونو كښې ستاسو دفتر په مقبوضه جمو كښې د هند د امنيتي ځواكونو د لارې د طاقت په زيات استعمال اندېښنه ښودلې.

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں