د کرونا وائرس په سوب د زياتوالي په اطلاق كښې به دوه نيمې مياشتې لګي، د نظرثانۍ به هڅه كوٶ

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي يو حكومت هم په خوشحالۍ د داروګانو بيعه نه زياتوي، د کرونا وائرس په سوب د زياتوالي په اطلاق كښې به دوه نيمې مياشتې لګي، د نظرثانۍ به هڅه كوٶ٬ پي اېم ډي سي د معاملو بهترۍ لپاره ګامونه پورته كوي، اصلاحات به كولے شي، موجودہ ډرګ پاليسي د مسلم ليګ (ن) په دوره كښې منظور كړې شوې وه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټر شېري رحمان او مشتاق احمد د پام راګرځونې د نوټس په ځواب ده ووئيل موجودہ حکومت د بې نظير انكم سپورټ پروګرام نه هم په زړه پورې احساس پروګرام پېل كړے او ھغې لپاره ئې د 207 اربه روپو بجټ مختص كړے ٬ مونږ په خېبرپښتونخوا كښې هم د صحت كارډ پېل كړے چې ورسره به بې وسه او خواري كښو ته د ويړيا درملنې سهولت ترلاسه شي۔ ده ووئيل موجودہ درګ پاليسۍ د مسلم ليګ (ن) په دوره كښې منظور كرې شوې وه او لنډم هاله دور كښې ئې اعلاميه جاري شوې وه۔ده ووئېل مونږ د دې پاليسۍ بهترۍ له هڅې كوٶ٬ كه د 460 داروګانو بيعه زياته شوې نو د 360 بيعه كمه شوې هم ده چې په سوب ئې زياتو كمپنو د سندھ هائي كورټ سره مراجعه كړې چرته چې زياتره پټيشنز مسترد شوي او ځينې سپريم كورټ ته تللي

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں