اوكاړهريناله خورد – په ستره لاره ترافيكي پېښه ٬ د دوه كم عمره انجونو او مېرمنې په شمول 5 كسان مړه

image

اوکاړهریناله خورد ۔ 26 جولائی (اے پی پی) په قامي ستره لاره د تند رفتاره ټرك موټر سائيكل وهلو پېښې په نتيجه كښې د مور ٬ دوه كم عمره انجونو او يو 18 كلن زلمي په شمول 5 كسان مړه شول۔ يوه بله پېښه كښې يو تند رفتار ټرك په موټر سائيكل ناست دوه كم عمره هلكان وهلو سره مړه كړل۔ د دواړو ټركونو ډرائيوران موقعې څخه وتښتېدل۔ د افسوس وړ پېښې خبر ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 ډله د پېښې ځائې ته ورسېده۔ رېسكيو او پوليس د ضروري كارروائۍ نه وروستو مړي رورل هېلتھ سنټر ریناله خورد ته منتقل كړل۔ بله پېښه شېرګړھ كښې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره ټرك په موټر سائيكل ناست دوه كسان وهلو سره مړه كړل۔ دواړه ټرك ډرائيوران موقعې څخه تښتېدلې دي۔ پوليس د پېښې په اړه ضروري كارروائي پېل كړې ده

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں