اسلام آباد ۔ 27 جولائی (اے پی پی) د اېن سي او سي خصوصي غونډه پېښور كښې د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د اېن سي او سي خصوصي ډلې او صوبائي چيف سېكرټري نېغ په نېغه او د نورو صوبو عهدېدارانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ خصوصي عونډه كښې د څاروؤ منډيانو كښې د اېس او پيز او حفاظتي انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ دې سره سره د وباﺀ موجوده صورتحال باندې هم د خبرې اترې وشوې۔ په هغه ګامونو غور وكړے شو چې ورسره د اولس د سېل ځايونو ته د تللو رحجان كم كړے شي۔ د سمارټ لاک ډاؤن او د ھاټ سپاټ په تازه صورتحال هم د خيارلاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعلې محمود خان پېښور ته په راتللو د اېن سی او سی ډلې او نورو اعلی عهدېدارانو ته هركلے ووې۔ وزيراعلې د اېن سي او سي فورم ستائنه كولو سره ووئيل دا اداره بايد مستقل وساتلې شي۔ دغسې چې په كوم هم بېړني حالت كښې صوبو سره مشاورت وكړے شي او په غوره ډول د هغې مخ نيور او مقابله وكړې شي۔ ده زياته كړه د ټورازم په حقله د خېبر پختونخوا په حكومت فشار راځي ولې چې ټوارازم د خېبر پختونخوا په معيشت كښې لوي اهميت لري۔ بيا هم د اېن سي او سي په هره پرېكړه به عملدرآمد باوري كولے شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د خېبرپختونخوا حکومت او ضلعی انتظامیې چې څومره په خوارۍ او محنت په دې وباﺀ قابو موندلے هغه د ستائنې او مباركۍ مستحق دے۔ ده ووئيل د لوئې اختر په مهال به مونږ له په صوبو كښې او د هېواد د سېلګرۍ مهمو ځايونو ته د سېلګرو تګ راتګ مخه نيول وي۔ ده ووئيل د اېن سي سي او اېن سي او سي ميټنګ نه وروستو به د وزيراعظم په مشرۍ كښې د خېبر پختونخوا او ګلګت بلتستان په مشاورت د ټورازم سېكټر په پرانستلو غور كولے شي۔ ده زياته كړه د لوئې اختر په مهال به ټول پاركونه ٬ د سمندر غاړه او د سېل ځايونه بند ساتلے شي۔ د څاروؤ منډيانې به د شپې تر 11 بجو پرانستې ساتلې شي۔ غونډه كښې د اېن سی او سی نېشنل کوآرډینېټر لېفټېننټ جنرل حمود الزمان خان، كووېډ 19 لپاره د وزير اعظم وياند ډاکټر فېصل سلطان، ډيجټل پاكستان لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستياله ډاكټر تانيه ادريس او د خېبر پختونخوا ډيف سېكرټري ډاكټر كاظم نياز او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو