اسلام آباد 29 جولائي (اے يي يي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت د هېواد او مخالفه ډله ذاتي مفادات له بدلون غواړي، حکومت به د چا نا نه بلېك مېل كېږي، كه مخالفه ډله د پاكستان خېر خواه وي نو د هېواد مفاد له قامي اسمبلۍ كښې د معرفي كړو بلونو دې ملاتړ وكړي، هند پاكستان په بلېك لسټ كښې اچول غواړي،په ګرے لسټ كښې د پاتې كېدو او د وېستلو په اړه پرېكړه به په اكتوبر كښې كېږي، چا ته د رعايت وركولو مقصد نه لرو ٬ چې څوك ئې كري ھغه بې ئې رېبي٬ عمران خان د 22 كالو راهسې د كرپشن په ضد هلې ځلې كولې،د مسلم ليګ (ن) مشر سره په كال 2013 كښې د ملاقات په مهال ما ته د خارجه وزارت وړاندېز شوے ٶ۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل قامي اسمبلۍ كښې نن زيات مهم بلونه پاس شوي٬ پاكستان د ګرے لسټ څخه ويستل او په وائټ لسټ كښې اچول زمونږ عزم دے ۔ ده ووئيل هند مونږ په بلېك لسټ كښې اچول غواري٬ دغسې چې په مونږ بندېزونه ولګي او پاكستان ستونزو سره مخ شي، د دې صورتحال له مخې مونږ له په ټائم بارډ بلز قانون سازي پكار وه دغسې چې زمونږ رپورټ اسياء پيسفک ګروپ ته ولېږلے شي او راتلونكې پلیمنري غونډې ته وړاندې كړې شي۔ده ووئېل مونږ مخالفې ډلې ته د دې قانون سازۍ بلنه وركړې خو ھغوي دا د نېب په قانون كښې بدلون سره مشروط كړې ٬ مونږ دوي ته مسوده وړاندې كړې كومه چې د دوي خوښه نه شوه او كومه چې دوي راكړې په ھغې كښې دوي د 34 بدلونونو غوښتنه كړې۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د ھغې شق وار جاج اخستے كه د دوي تجويزونه تسلموٶ نو د احتساب عمل به بې معني شي ٬ زمونږ مقصد د چا سپكاوے كول نه دي خو چا چې هېواد لوټ كړے بايد احتساب ئې وشي۔ ده ووئيل نن خواجه آصف ووئيل مونږ پارشل احتساب غواړو خو داسې بالكل نه ده ٬ زمونږ لاسونه پاك دي٬ زه خواجه آصف ته وئيل غواړم ما پرون رنګ سازي نه دې كړې بلكې تاسو په رنګ كښې بهنګ اچولے٬ ما قوالي نه ده كړې بلكې پوخ راګ مې اورولے۔ تاسو ته خپل مفادات خواږه دي٬ د پاکستان مفاداتو په نامه بېلك مېل كول مه كوئ۔ ده ووئيل كه تاسو د پاكستان سره مخلص ئې نو دې دواړو قانونو ته جلا جلا وګورئ۔ ده ووئيل مونږ خو نن هم دوي ته بلنه وركوله سياست كښې دروازې نه بندېږي مونږ هر معقول خبره اورېدو له چمتو يو خو كه تاسو غواړۍ چې د څلوارلس كالو موده ترې بهر كړې نو ھغه به د پي ټي آئي ووټرانو او سپورټرانو له د قبلېدو وړ نه وي۔