د مقبوضه کشمير ځوانانو د هندي ظلم او جبر په ضد په لازواله قربانو داستان رقم كولو سره د هند ناوړه څېره نړۍ ته بې نقابه كړې

image

کوئټه 04 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي د مقبوضه کشمير ځوانانو د هندي ظلم او جبر په ضد په لازواله قربانو وركولو نوے داستان رقم كولو سره د هند ناوړه څېره نړۍ ته بې نقابه كړې ٬ پاکستان تحريك انصاف به په 5م اګست بلوچستان كښې د كشمير د استحصال ورځې په لړ كښې بېلې دستورې كوي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان تحريك انصاف بلوچستان ډپټي جنرل سېكرتري ادريس تاج په مشرۍ كښئ د تحريك انصاف پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ قاسم سوري ووئيل هند د آئين آرټيکل 370 ختمولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي كړې ،وزيراعظم عمران خان د کشميريانو غږ په توګه د نړۍ په هر فورم د مقبوضه کشمير مقدمه په موثره ډول پورته كړې چې ورسره د هند اصل څېره نړۍ ته بې نقابه شوې ۔ ده ووئيل په كشمير كښئ د آرټيکل 370 د خاتمې يو كال په ترسره كېدو حكومت د كشمير د استحصال ورځې لمانځلو پرېكړه د مقبوضه کشمير د اولس د جذباتو او هيلو ترجماني ده ، د کشمير كشالې حل د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل سره ممكن دے۔ قاسم خان سوري ووئيل د آر اېس اېس غنډګانو په مسلمانانو او نورو اقليتونو د هند زمكه تنګه كړې او په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته تحفظ ترلاسه دے۔ ده ووئيل سېنېټ د كشمير د حريت پسند لارښود سيد علي شاه ګېلاني ته د کشمير آزادۍ لپاره د قدر وړ خدماتو په اعتراف كښې د پاكستان د لوي سول اعزاز ”نشان پاکستان” وركولو قرارداد په يوه خله منظور كرے دے

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں