د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ سره په پاكستان كښې د نړيوال بېنك نوې كنټري ډائرېكټر ملاقات

image

اسلام آباد20 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ سره په پاكستان كښې د نړيوال بېنك نوي كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن ملاقات كړے۔په دې موقع د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پنشن په اصلاحاتو كښې د نړيوال بېنك د تكنيكي مرستې خواست كولو سره د اصلاحاتو د ايجنډې په روانه ساتلو او د ټېكس په بنياد كښې د پراختيا او د غوره انتظام د لارې د پبلك فنانسنګ په قوي كولو ټينګار كړے۔حفيظ شېخ د ناجي بن حسائن هر كلے وكړو او د پاكستان او نړيوال بېنك ترمينځه د قوي اړيكو يې ستائنه كړې ۔ده د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر د اوسني حكومت لخوا د پېل شوو اصلاحاتو په اړه خبر كړو او وې وئېل د تېرو دوو كلونو په مهال په ادائيګو كښې د توازن د بحران څخه پاكستان راوتلے او د هېواد د معيشت په مستحكم كېدو له مرسته تر لاسه شوې

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں