كشميريان به كله هم يوازې پرې نه ږدي٬هند د هرې لوظ نامې او نړيوال قانون خلاف ورزي كړې٬د هند موجود هندو تؤا پاشسټ پالېسي به نه پاتې كېږي٬كشمير به زر آزاد شي٬د اسرائيل نه تسليمولو په حقله د وزيراعظم عمران خان د پالېسي بيان هركلے كوو

image
APP60-20 ISLAMABAD: August 20 - President Dr. Arif Alvi addressing the joint session of Parliament on Thursday. APP

اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) صدرمملكت ډاكټر عارف علوي د اسرائيل نه تسليمولو پھ حقله د وزيراعظم د پالېسۍ بيان هركلے كولو سره وئېلي دي مونږ د فلسطين مسئلې د دوه رياستي حل مرستياله يو٬كشميريان به كله يوازې نه پرېږدو٬هند د هرې لوظ نامې او نړيوال قوانين خلاف ورزي كړې٬د هند موجود هندوتوا پاشسټ پالېسي به نه پاتې كېږي٬كشمير به زر آزاد شي٬د اسرائيل نه تسليمولو په حقله د وزيراعظم عمران خان د پالېسي بيان هركلے كوو٬مونږ د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل غواړو٬د سعودي سره قوي اړيكې لرو كومې به چې دوامدارې وي٬سول او عسكري قيادت ٬ ټولې ادارې او مېډيا په يو پیج دي٬مونږ ټول قانوني٬معاشي او معاشرتي انصاف غواړو٬مونږ په كرپشن سمجهوته نه كول غواړو٬مونږ غواړو چې د پرمختګ په عمل كښې كوم خنډ رامخې ته نه وي٬د سختو حالاتو باوجود معيشت د كاميابۍ پلو روان دے٬موډيز او فچ د پاكستان معاشي درجه بندي بهتر ګرځولې٬د ديامربهاشا بند جوړېدو سره به د توان ضروريات ترسره شي٬پھ اېم اېل ون منصوبه به تر ټولو تېز سفري سهوليات ترلاسه وي٬د تعليم ودې٬صحت كارډ او د يو ډول قامي نصاب جوړولو حكومتي اقدامات مهم دي۔په ودانۍ كښې په تندۍ كېدونكې زياتوالي سره په قامي وسائلو فشار زياتېږي٬د مېرمنو د وراثت حق باوري كول غواړي٬د وفاقي او صوبائي حكومت په مرسته د كراچۍ پھ مسائلو به قابو وموندلې شي٬قام د ترهه ګرۍ انتهاخوښۍ او په نورو چېلنجونو په كاميابۍ سره قابو موندلے٬د كورونا صورتحال په مهال د كمزورو طبقو لپاره رېليف پیكج د ستائنې وړ دے۔ده د زيارت په ورځ د درېم پارليماني كال پھ پیل كېدو د پارليمان شريكې غونډې ته خطاب كولو۔ده ووئيل د دوهم پارليماني كال په ترسره كېدو د زړه نه مباركي دركوم۔نن زه پھ درېم ځل د دې لويې پارليمان شريكې غونډې ته د وېنا كولو درناوې ترلاسه كوم په كوم چې زه د لوي څښتن شكر كوم۔صدر ووئيل د قامونو په ژوند كښې ځينې لمحې داسې وي كومې چې په خپلو اثراتو د تاريخ مخ بل پلو اړوي٬پاكستان هم په دغسې يو پړاؤ ولاړ دے٬دا ښه موقع ده چې د نزدې ماضي پھ پیښو يو نظر اچولو سره د تېر يو كال تجزيه وكړو او اوګورو چې څه مو زده كړل او څه مو وكړل؟ښه او بد څه څه كول دي؟ او د سباؤن د لارو ټاكنه وكړو۔ده ووئيل درې څيزونه د ترهه ګرۍ مقابله٬د افغان كډوالو پالنه او د خپل ځان دننه انتهاخوښۍ مقابله داسې څيزونه دي د كوم نه چې تاسو ښه خبر يې او په دغه چېلنجونو قام په كاميابۍ قابو موندلې۔ده ووئيل پاكستان د 35 لكه افغانانو كډوالو كوربتوب كړی په داسې وخت چې كله مونږ ته د انسانيت درس راكونكي هېوادونه د وطن پرېښودونكو تسليمولو له تيار نه وو٬د دې چېلنجونو مقابلې له پاكستانې اولس د يو قام په توګه رامخې ته شوې دې٬قام وسله والو ځواكونو او سياستمدارو له په دې مباركي وركوو٬صدر ډاكټر عارف علوي د پارليمان غړو ته ووئيل تاسو خبر يې چې د كورونا وباﺀ د ګران هېواد په ټولو څانګو ژور اثرات مرتب كړي خو د قام په مثالي نظم و ضبط او د حكومت د بهتر سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ په سبب په دې چېلنج تر ډېر حده قابو موندلې شوې٬زه په دې مهال د خپلو وطن والو همت او جذبې ته پیړزوينې وړاندې كوم چا چې په دې ټولو چېلنجونو كښې د يو والي څرګندونه كړی۔ده ووئيل مونږ دا وخت د ډېر غېر معمولي حالاتو څخه تېرېږو٬په هېواد كښې ښه خبرونه نه خپرولې كېږي۔د قام همت زياتولو په ځاې ټكونه زياتېږي هر څو چې دا د قام د ودرېدو وخت دې قامونه په عزم جوړېږي٬د قامونو سره چې وژن وي نو كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال 1 كروړ 69 لكه مستحق كورنيو له د 200 اربه روپو نه زياته مرسته وركړی شوې ده چې ورسره نزدې 9 او 10 كرړوه خلك مستفيد شوي دي٬غريب او د ديهاړي مارو ملاتړ له د احساس لنګرخانې او د پناه ځايونه جوړ كړی شوي٬د غريبانانو په خيال ساتلو الله مرسته كوي۔ده ووئيل په دې مهمه موقع مونږ له خپلو ډاكټرانو٬نرسانو او د صحت څانګې اړوندو كارمندانو له پیرزوينې وړاندې كول غواړي چا چې په ډېر اخلاص او ايماندارۍ خپل فرائض ترسره كړی دي چې ورسره د كورونا وباﺀ مخ نيوي له مرسته ترلاسه شوې۔ده ووئيل زه د مېډيا٬اېن ډي اېم اے٬اېن سي او سي او قانون نفاذ كونكو ادارو د زړه نه مننه كووم چا چې د كوېډ-19 په لړ كښې د مروجه طريقه كار له مخې شعور بېدارولو او نفاذ له كليدي كردار ترسره كړی۔د حكومت پھ قيادت كښې سمارټ لاك ډاؤن پالېسي په شكل يوه غوره حكمت عملي معارفي كړی شوې او د پاكستان د كورونا په ضد هلې ځلې پھ نړيواله توګه ستائېلې شوي دي۔په هند كښې تېره ورځ 70 زره كيسونه رامخې ته شوي دي او په پاكستان كښې په دغه ورځ يوازې 600 كيسونه راغلې٬نړۍ د كورونا مخ نيوي د پاكستان د تجربو څخه استفادې كولو له چمتو ده۔ده ووئيل د كورنا وباﺀ ترمخه د هر مكاتب فكر علماﺀ كرامو مثالي كردار ترسره كړې چا چې د روژې مباركې نه تر لوېے اختر پھ اېس او پيز عملدرآمد كولو له مرسته كړی۔صدر ووئيل د سختو حالاتو باوجود زمونږ معيشت كاميابۍ پلو روان دې٬موډيز په اوسنو كښې د پاكستان درجه بندي مستحكمه بي تهري ګرځولې او د فچ رېټنګ هم د پاكستان معاشي آؤټ لك مستحكم ګرځولې كوم چې يو خوش آئين خبر دے٬دغسې كرنټ اكاؤنټ خساره په تېرو دوه كلونو كښې د 20 اربه ډالر نه درې اربه ډالر ته راوستلې شوي دغسې د زرمبادله پنګې د 8.5 ارب ډالر نه 12.5 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔ده ووئيل د برآمدي څانګې بهترۍ له د حكومتي آسانيو مثبت اثرات رامخې ته شوي دي۔د دې اقداماتو په سوب د جولائي پھ مياشت كښې ترسيلات زر د تېر كال په نسبت د 36.5 فيصده زياتوالي څخه تر 2.76 ارب ډالر رسېدلې دي۔سږ كال د ټېكس محصولاتو ټاكلي هدف 3.3 فيصد نه پھ زياتېدو 3.9 كهرب روپو ته رسېدلې دا روپۍ د تېر كال په نسبت 126 اربه زياتې دي دغسې د جولائي پھ مياشت كښې محصولات 300 ارب ته رسېدلې دي كوم چې د ټاكلي هدف نه 57 اربه روپۍ زياتې دې۔په تېرو دوه كلونو كښې د ډېټ سروس په مد كښې 19.2 ارب ډالر وركړې شوي دي٬د كورونا وباﺀ باوجود د پاكستان سټاك ماركيټ 40 زره پوائنټس حد كراس كړی۔ده ووئيل د وزيراعظم انډسټريل رېليف پیكج ترمخه وړو صنعتونو له د دريو مياشتو لپاره د برېښنا بلونو په لړ كښې رېليف وركړی شوې دي۔ده ووئيل د تېر مالي كال په مهال دكركيلې څانګې 2.7 فيصده په شرح ترقي كړی كومه چې زمونږ غذائي ارزختونو ترسره كولو له مرستياله ګرځېدلې ده۔په روان مالي كښې د ميوو او سبزو برآمدات زيات شوي٬صدر ووئيل د كلونو التوا ښكار ديامربهاشا بند باندې حكومت كار پیل كړی٬د دې بشپړیدو سره به 4500 مېګاواټ برېښنا پیدا كېږي او 16500 كسان به روزګار ترلاسه كړی شي چې ورسره به نه يوازې د هېواد د توان ضروريات ترسره شي بلكې د كركيلې څانګه به هم پرمختګ وكړي۔صدر ووئيل د قامي اهميت پروژې اېم اېل ون پراختيا او بهترۍ لپاره ايكنك منظوري وركړی۔

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں