اپوزیشن قومي اسمبلۍ كښې د اېف اے ټي اېف بل ملاتړ ٬ سېنېټ كښې مخالفت وكړو۔ شاه محمود قرېشي۔ دا د حكومت او اپوزيشن نه د پاكستان معامله ده۔ د خارجه وزير ممتاز آباد كښې ميډيا سره خبرې

image

ملتان ۔29 اګست(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي فرقه واريت خپرونكي عناصر به خپلو عزائمو كښې ناكامه شي۔ د ملتان امن مثالي دے زه پخپله د نهم محرم مركزي جلوس كښې موجود يم۔ جلوس كښی د اهل سنت او اهل تشيع د ګډې عزاداري روانه ده۔ امام حسېن او د كربلا شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ د شهيدانو په ياد كښې د د لنګر و نیاز او سبيلونو لګولو انتظام شوے دے۔ انتظاميې د محرم دې ورځو كښې غوره امنيتي انتظامات كړې دي۔ زه پوليس او نورو امنيتي ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ممتاز آباد كښی د نهم محرم مركزي جلوس په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د هند د مذهبي آزادۍ ادعا د دروغو ده۔ په ګرده نړۍ كښې عزاداري كېږي ولې كشمير كښې د عزادارۍ مخنيوي له خلق نيولې شي۔ عزادارانو ته خواست دے چې خپلو خطابونو كښې په كشميري اولس روان ظلم بيان كړي۔ ده ووئيل اېف اے ټي اېف كښی هند بشپړه هڅه وكړه چې پاكستان ګرے لسټ څخه بلېك لسټ ته ټېله كړي ولې هغه خپلو هڅو كښې ناكامه شو۔ ده ووئيل اېف اے ټی اېف بلز د اپوزیشن مشاورت سره پاس شول۔ اپوزیشن قومي اسمبلۍ كښې د اېف اے ټي اېف بل ملاتړ ٬ سېنېټ كښې مخالفت وكړو۔ داسې ولې وشؤ دا د عقل نه پورته خبره ده۔ د كراچۍ په اړه ده ووئيل د كراچۍ په حالاتو اندېښنه ده۔ كراچۍ كښی د منصوبه بندي نه ده شوې۔ د كراچۍ د حالاتو اصل ذمه واري د سندھ حكومت ده وفاق به مرسته كوي۔ دغسې د سېلاب نه وروستو بلوچستان كښی په رامخې ته شوې صورتحال قابو موندلو له به هم وفاق د بلوچستان حكومت مرسته كوي۔ د نواز شريف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نواز شريف درملنو له تلې دې اوس د هغه صحت ښه په نظر راځي هغه دې خپله وعده ترسره كړي او هېواد ته دې راشي۔ شبهاز شريف صاحب د هغه د بېرته راتلو ذمه واري اخستې ده۔ هغه دې هم خپله ذمه واري ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں