د سندھ تعليمي ادارې د ستمبر په 23مه نېټھ د نه پرانستلو پرېكره شوې ٬هغوي به يوه اونۍ نور جاج اخلي۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی)حكومت د كورونا وائرس په وبا كښې د كمي نه پس اعلان كړے چې د 6م٬ 7م او د 8م ټولګي زده كوونكي به نن د اېس او پيز له مخې سكولونو ته ځي۔په نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي)كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د سكولونو پرانستلو د دوهم پړاؤ اعلان وكړو۔په دې موقع د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان هم موجود ؤ ۔د دې خبرې پريكړه د اېن سي او سي په غونډه كښې وشوه۔په غونډه كښې د آزاد جمو كشمير٬ګلګ بلتستان ډلو هم ګډون وكړو۔په دې موقع شفقت محمود ووئيل د آزاد جمو كشمير د روالاكوټ ضلعې تعليمي ادارې به د ستمبر په 23مه نېټه نشي پرانستلې دغسې د سندھ تعليمي ادارې د ستمبر په 23مه نېټھ د پرانستلو نه بخښنه غوښتلې شوې ٬هغوي به يوه اونۍ نور جاج اخلي۔ده ووئيل د راتلونكې اونۍ په مهال د كووېډ 19 د صورتحال جاج اخستلو نه پس به د ستمبر پھ 30مه نېټھ په پرائمري كچه د تعليمي ادارو پرانستلو پريكړه كولې شي۔ده ووئيل تعليمي ادارې پرانستل ډېره سخته پريكړه وه۔ده ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې تعليمي ادارو ته د تلونكو زده كوونكو جاج اخستلے شوے۔د درېم پړاؤ پريكړی لپاره به د دوهم پراؤ د زده كوونكو جاج هم اخستلے شي۔ده ووئيل دا غلط تاثر دے چې ځينې تعليمي ادارې د كورونا وائرس د وبا خپرېدو په وجه بندې كړی شوي ٬ يوازې هغه تعليمي ادارې بندې كړی شوي كومو چې اېس او پيز نه عملي كول۔ده ووئيل د ستمبر په 29مه نېټه به غونډه كېږي او په كښې به د صورتحال جاج اخستلو نه پس د تعليمي ادارو د وروستي پراؤ جاج اخستلے شي

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں