اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد هائي كورټ ترميمي بل 2020 ٬ د اسلام آباد وقف پراپرټيز بل 2020 ٬ د پاكستان مېډيكل كمېشن بل 2020 او د پاكستان مېډيكل ټربيونل بل 2020 منظوري وركړې ده ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد هائي كورټ د ترميمي بل 2020 منظوري وركړې۔د دې بل له مخې به د اسلام آباد هائي كورټ د قاضيانو شمېره د 6 نه 9 ته ورسيږي ۔صدر د اسلام آباد وقف پراپرټيز بل 2020 منظوري هم وركړې۔د دې بل له مخې به د اسلام آباد په سيمو كښې د وقف شوو جائيدادونو غوره انتظام لپاره اقدامات كولې شي۔د دې نه علاوه صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان مېډيكل كمېشن بل 2020 هم منظوري وركړې۔د بل له مخې به د طب څانګې ريګولېټ كولو او د طب په تعليم كښې د يو ډول معيار نفاذ له مرسته تر لاسه شي۔صدر د پاكستان مېډيكل ټربيونل 2020 منظوري هم وركړې۔د بل له مخې به خاص جوډيشل ټربيونل جوړولے شي۔خاص جوډېشل ټربيونل به د طب او روغتيا څانګې په اړه د شخړو پريكړه كوي