د صدر ډاكټر عارف علوی د ایوان صنعت او تجارت فیصل آباد كلنې دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي په تير وخت كښې د بدعنوانۍ او غلطو پريكړو په سبب د هېواد معېشت ته زيان رسيدلے، اوسني دور كښې ټولې پريكړې اړوندو ډلو سره په مشاورت كيږي، د تجارت په بنیاد په کشمیر او فلسطین كښې روان ظلمونه نظر انداز کیږي، د حکومت کار ټولو له برابر موقعې وركول دي، حکومت مالدارو څخه ټيكس اخلي او په غريبانانو ئې خرڅ كوي، مونږ له به د خپلو څېزونو برانډنګ او ویلیو ایډېشن ته پام لرنه كول وي، مونږ له به نړۍ كښې د خپلو سوداګرو لپاره باور زياتولو ته وده وركول وي۔ ده د ګل په ورځ د ایوان صنعت او تجارت فیصل آباد کلنې دستورې ته خطاب كولو۔ صدر ووئيل معاشی پرمختګ كښې د ایوان صنعت او تجارت فیصل آباد كردار مهم دے، دا يوه فعاله ادارہ ده او د دې غړي په مثبت سوچ حکومت ته لارښوونه كوي۔ ده ووئيل مونږ خپل ځان لوئ عقل مند ګڼو خو په اسلام كښې د مشاورت تلقین شوے۔ ده ووئيل بايد مونږ د يو بيل سوچ او اخلاق په دائرہ كښې پاتې شوو ۔ده ووئيل پالیسی جوړولو كښې مشاورت لوي اهميت لري، په تير وخت كښې بدعنوانۍ او غلطو پريكړو د هېواد معيشت ته لوي زيان رسولے، اوسني دور كښې ټولې پريكړې اړوندو ډلو سره په مشاورت سره كيږي۔ ده ووئيل قامونه په اتحاد پرمختګ كوي، د کورونا وبا په مهال قام د اتحاد او حکومت د غوره پريكړو كولو څرګندونه كړي، لوي څښتن په پاکستان احسان كړے او مونږ په كاميابۍ سره په کورونا وبا قابو موندلے ۔ وزیراعظم عمران خان د کورونا وبا په مهال د غريبانانو او خوارې كښو احساس لرلے ، صنعتونه نه وؤ بند كړې شوي، بشپړه لاك ډاؤن نه ؤ نافذ كړے شوے٬ د دې مقصد دا ؤ چې د غریبانانو روزګار ونه ځپلے شي، دغسې حکومت د وبا په مهال يو كروړ 69 لکهھ كورنيو له د يوې كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركړې او دې سره سره د پسماندہ طبقې د ستونزو احساس لرلے شوے۔ده ووئېل د کورونا وبا باوجود برآمدات زيات شوي، کرنټ اکاؤنټ خسارہ کمه شوې ، بهر هېوادونو څخه ترسیلات زر زيات شوي ، تير وخت كښې اخستې شوې قرضې وركړې شوي۔ ده ووئيل د حکومت د کورونا مخنيوي لپاره اقدامات په نړيواله كچه ستائلې شوي۔ ده ووئيل د حکومت کار ټولو له يو برابر موقعې وركول دي، حکومت د مالدارو څخه ټيكس اخلي او په غريبانانو ئې خرڅ كوي۔ ده ووئيل د معاشی هلو ځلو وده ، تعلیم او روزګار موقعې وركول د حكومت ذمه واري ده۔ فیصل آباد كښې خاص اقتصادی زون جوړولو سره به سرمایه کارو له د سرمایه کارۍ موقعې وركړې شي۔صدر ووئېل هېواد كښې سمارټ فونز جوړيدل پيل شوي، د ځوانانو آئي ټي څانګې ته راغب كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل مونږ له به پھ نړۍ كښې د خپلو سوداګرو باور جوړول لا زياتول وي، د تجارت په بنیاد کشمیر او فلسطین كښې روان ظلمونه نظر انداز کیږي، مونږ اسلامی او اخلاقی اقدار عملي كولو سره كاروبار او تجارت ته وده وركولې شو او هيله لرو چې پاکستان به ډير زر نړۍ كښې يو عظيم هېواد په توګھ رامخې ته شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں