د وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز كراچۍ پرېس كلب كښې خبرې

image
APP62-07 KARACHI: October 07 - Federal Minister for Information and Broadcasting in group photograph with the members during his visit to Press Club. APP

اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي حكومت د بيلو صحافتي ادارو سره تړون لرونكو خبريالانو او نورو ملازمانو تنخاګانو وركولو لپاره ميكنزم جوړوي٬كوم به چې د اشتهاراتو بلونو وركولو سره پيوست وي٬حكومت میډيا هاؤسز له د يو ارب څخه زياتې روپۍ وركړي او بشپړه هڅه كوو چې دې روپو سره د صحافتي ادارو سره تړون لرونكو خبريالانو او نورو ملازمانو له تنخاګانې وركړی شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د كراچۍ پرېس كلب دورې په موقع خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د پاکستان تحریک انصاف نائب صدر او سندھ اسمبلی كښې پارلیمانی لارښود حلیم عادل شیخ، سندھ اسمبلی كښې د مخالفې ډلې مشر فردوس شمیم نقوی، د کراچی پریس کلب صدر امتیاز خان فاران، سیکریټری ارمان صابر، د کراچی یونین آف جرنلسټس عهدیداران هم موجود وو۔په دې موقع سينيټر شبلي فراز د كراچۍ پرېس كلب لپاره د 25 لكه روپو چيك وركولو سره د ميډيا په كارمندانو زور راوړو چې د خپلو صفونو څخه هغه كسان بهر كړي كوم چې دې پيشې ته زيان رسوي ځكه چې صحافت يو مقدسه پيشه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان ډيموكرېټك الائنز كوم تحريك نه دے بلكې د اپوزېشن ګوندونو د كرپشن څخه ترلاسه شوي دولت بچ كولو لپاره يوه هڅه ده۔ده ووئيل حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قام غلا شوو روپو بيرته راوړولو لپاره هلې ځلې كوي ’ ځكه چې دغه كسانو د سياست نه كاروبار جوړ كړے٬حكومت په كوم فشار كښې نه راځي۔وفاقي وزير ووئيل كوم څيزونه چې د څو لسيزو راهسې خراب پراته دي هغه په دوو كلونو كښې نه شي سميدے۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں