د وزيراعظم عمران خان د نوموړي صنعت كارو٬د كراچۍ كاروباري تنظيمونو استازو پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي كاروبار له آسانۍ راپیدا كول٬د غېر ضروري قواعدو ختمول٬د ټېكس نظام كښې ښه والے او كاروباري ورورولۍ له هر ممكن آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د هېواد نوموړو صنعت كارو او د كاروباري تنظيمونو استازو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔په پلاوي كښې ميا انجم نثار٬شارق وهرا، سلیم الزماں، فیصل معیض، محمد علی، عبدالهادی، نوید شکور، انجینئر نثار ، اجمل افضل او زبیر باویجه شامل و۔په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر، د وزیراعظم تجارت صلاحكار عبدالرزاق داود،د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، صلاحكار ډاكټر عشرت حسین،د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ٬د اېف بي آر چيئرمېن او نور سينئر افسران هم موجود وو۔د پلاوي غړو د كراچۍ پېكج٬هېواد كښې صنعتي عمل او په خاص توګه د كوچنو او مينځنۍ درجې صنعتونو ودې په حقله حكومتي پالېسي او اقدامات وستائېل۔پلاوي كاروباري ورورولۍ ته د پیښو ستونزو څخه وزيراعظم خبر كړو۔حكومتي ډلې كاروبار كښې آسانيو وركولو او كاروباري عمل آسانولو په حقله پورته كړی شوو اقداماتو څخه غونډه خبر كړه۔وزيراعظم ووئيل كاروبار له آسانۍ راپیدا كول٬د غېر ضروري قواعدو ختمول٬د ټېكس نظام كښې ښه والے او كاروباري ورورولۍ له هر ممكن آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں