د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي۔مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اقليتونو حقونو تحفظ لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي۔د اقليتونو سره د هند رويې په ضد نن ټوله نړۍ پھ احتجاج ده۔ده دا خبره د قامي اقليتي كمېشن چيئرمېن چېلارام كيولاني پھ مشرۍ كښې د كمېشن غړو سره پھ خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كولو۔خارجه وزير ووئيل هند چې د اقليتونو سره كومه رويه خپله كړې په هغې نن ټوله نړۍ كښې احتجاج روان دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل مقبوضه كشمير كښې د ډوميسائل په قواعدو كښې بدلون كولو سره آبادياتي تناسب بدلول غېر آئيني هڅې روانې دي۔نن د اقليتي كمېشن كردار نور هم مهم شوے۔ده اقليتي كمېشن له د خارجه وزير په حېث د خپل اړخه د ملاتړ باور وركولو سره ووئيل هم دا د تحريك انصاف منشور دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ كارتارپور راهداري پرانستلو سره عملي مثال وړاندې كړے او دلته ټولو اقليتونو له تحفظ وركړے كېږي۔اقليتونه د پاكستان رغونه او پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د اقليتونو د حقونو تحفظ او د هغوي د مسائلو حل له به هر ممكنه هڅې كولې شي۔ په دې مهال د اقليتي كمېشن چيئرمېن چېلارام كيولاني د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره د هر ممكن مرستې پھ باور وركولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں