شهباز شریف نن د سبا د نیب په تحویل كښې پټ ملاقاتونه كوي، د وزیراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار مرزا شهزاد اكبر پریس كنفرنس

image
APP18-15 LAHORE: October 15 - Advisor to the Prime Minister on Accountability and Interior, Mirza Shahzad Akbar addressing a press conference. APP

لاهور 15 اكتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار مرزا شهزاد اكبر وئيلي دي داسې اورو چې شهباز شریف نن سبا د نیب په تحویل كښې پټ ملاقاتونه كوي،شهباز شریف كاروباری شخصیات بلیك میل كول او پیسې ئې اخستلې ٬د كاروبار په صورت به ئې د كك بیك د لارې هم كرپشن روپۍ اخستلې، د ملازمانو او بې نامی وګړو په نامه جعلی كمپنۍ جوړې كړې شوي او بې نامی اكاؤنټس څخه د 22 اربه روپو څخه زيات منی لانډرنګ شوے، ټول اكاؤنټس به سلمان شهباز آپریټ كول، د 7 اربه اثاثو ریفرنس دائر شوے۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ پریس كنفرنس ته د وينا په مهال وكړه۔ د احتساب او داخله چارو صلاحكار شهزاد اكبر ووئيل كله چې پلټنې كيږي نو زيات څيزونه رامخې ته كيږي، نن د قام ګمراه كولو هڅه كيږي، دوي به د كاروبار د لارې كرپشن كولو، مونږ ښكاره ثبوتونه لرو، شهباز شریف او د هغه ملګري كوم ځواب نه لري، عدالت كښې شهباز شریف د چین حبیب جالب ښكارېد۔۔ده ووئيل د 12 ملازمانو په نامه 15 اربه څخه زيات منی لانډرنګ شوے، ډبل جعلی كمپنۍ جوړې شوي، ملك مقصود د سلمان شهباز ټی بوائے ؤ ، د ملك مقصود اكائونټ ته روپۍ ټرانسفر شوي ، د مقصود نومی چپړاسی اكائونټ څخه 3.7 اربه روپۍ منی لانډرنګ شوے ۔ده ووئېل د ټی ټی كیس پلټنو په مهال ملك مقصود تښتيدلے ، د ګلزار احمد خان د مرګ نه پس هم اكائونټ آپریټ كيدلو، مسرور انور د هغه لوې باوري كیش بوائے ؤ۔ده ووئېل دغه ټول به سلمان شهباز آپریټ كول۔ ده ووئيل شهباز شریف په نیب عدالت كښې ډرامې كوي، اوس به د شهباز شریف د كاروبار فرانزك كيږي او ځكه هغه د ذهنی اضطراب ښكار دے، نیب ته د شریفې كورنۍ كرپشن يو بل ریفرنس په لاس ورغلے، د العربیه شوګر ملز او رمضان شوګر ملز 10 كلن ریكارډ جاج اخستلے شوے او په دې مهال ډير څيزونه رامخې ته شوي۔ ده ووئېل د رمضان شوګر ملز يو كلرك اظهر عباس اكائونټ كښې 2011ء نه تر 2014 ء 1.67 اربه روپۍ جمع كړې شوي، د رمضان شوګر ملز يو بل كلرك غلام شبر په نامه 2012ء نه تر 2014 ء 1.57 اربه روپۍ جمع شوي۔ده ووئيل د رمضان شوګر ملز ملازم ګلزار احمد خان په نامه 2012ء نه تر 2017ء 425 ملیونه روپۍ جمع كړې شوي۔ د وزيراعظم صلاحكار ووئېل حاجی نعیم الفخری فرنیچر والا سكنه چنیوټ په نامه د هغه په علم كښې د راوستلو نه غير د الفخری ټریډرز په نامه يو كمپني اكائونټ پرانستلے شوے چې پكښې 2008-10ءپه مهال 2.8 اربه روپۍ جمع كړې شوي، حاجی نعیم الفخری د شریف ګروپ فرنټ مین ملګرے ؤ۔ ده ووئيل 1.24 اربه روپۍ اكبر ټریډرز اكاؤنټ كښې د 2010-18ء په مهال جمع كړې شوي،دا يو بل د جعلی كمپنۍ اكائونټ دے كوم چې د سید اكبر ولد عبد الحكیم په نامه پرانستلے شوے۔ ده ووئيل 998 ملیونه روپۍ د 2010-14ء په مهال راشد ټریډرز اكائونټ كښې جمع كړې شوي د كومې پروپرائټرز چې راشد بشیر دے او كوم چې يو جعلی شناخت دے او په اكائونټ اوپنګ فارم كوم جې ایډریس وركړے شوے هغه د شریفې كورنۍ فرنټ مین محمد مشتاق كور 466-E كینال ویو هاﺅسنګ سوسائټی لاهور دے۔ ده ووئيل 558 ملیونه روپۍ جامی انټرپرائزرز په اكائونټ كښې جمع كړې شوي٬ دا جعلی كمپنی د غضنفر علی په نامه رجسټرډ ده۔ شهزاد اكبر ووئيل بینك /فنانشل انسټی ټیوټ كم تنخواه دار ملازمانو په نامه پرانستلې شوو نورو پټو اكائونټونو په لټون كار كوو كوم چې د منی لانډرنګ لپاره استعمال كړے شوي ،دغسې نورو اكاﺅنټونو رامخې ته كيدو هم امكانات شته

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں