نړۍ كښې امن لپاره د پاکستان قربانۍ له هیچا پټې نه دي۔ معيد يوسف

image

لاهور۔17اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار معيد یوسف وئیلي دي چې د نړۍ امن لپاره د پاکستان قربانۍ له هیچا پټې نه دي ، هند په مقبوضه کشمیر کښې انسانانو سره د څارویو په شان سلوک کوي ، مونږ پوهیږو چې کشمیر كښې حالات څه دي۔ د پاکستان سیاسي او عسكري قيادت په يو پېج دي۔ پاکستان په سیمه کښې د سولې او سوكالۍ لپاره هلې ځلې کوي ، پاکستان هم په افغانستان كښې امن غواړي ، په سیمه کې امن ، له ګاونډیو سره ښې اړیکې لومړۍ ترجيح ده۔ اقتصادي راهداري د سیمې لپاره پرمختیایی پلان دے۔ ده د خالي په ورځ لاهور پرېس كلب كښې مېټ دي پرېس كښې د خيالاتو څرګندونې كولې۔ ده ووئيل پاكستان كښی د هندي ترهګرۍ نه نړۍ خبروؤ۔پاكستان منطقه كښې امن غواړي او امن لپاره د پاكستان قربانۍ د چا نه پټې نه دي۔ ده ووئيل د پاكستان بيانيه اكنامك سكېورټي ده۔ ده ووئيل ميډيا د پاكستان د سفارتكارۍ برخه ده۔ ولې چې 90 فيصده خبرونه د پاكستان لوكل ميډيا نه اخستلې او لګولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم ووئيلې وو چې كه هند يو قدم وړاندې راځي نو مونږ به دوه قدمه وړاندې ځو۔ مودي كوم بل لوري ته روان دے۔ ده ووئيل د كشمير مسئله بايد د يو اېن قراردادونو سره سمه حل كړې شي۔ ده ووئيل اقتصادي راهداري د منطقې د پرمختګ منصوبه ده په كومه كښې چې هند زمونږ همكار جوړ شوے دے۔ ده ووئيل كه امريكا غواړي نو هغه دې هم پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں