وزيراعظم عمران خان سره د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان ملاقات

image
APP40-201120 ISLAMABAD: November 20 - Minister for Power Umer Ayub Khan called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان د جمعې په ورځ ملاقات كړے په دې موقع د توان وفاقي وزير ، وزيراعظم ته د صنعتي پېكج او د توان او پېټروليم چارو په اړه بريفنګ وركړو. د وزيراعظم د مېډيا دفتر له مخې ده ووئيل صنعتي څانګې ته په رعايتي بېعه د برېښنا وركولو په اړه د حكومتي پرېكړې مثبت نتيجې رامخې ته شوي. وزيراعظم د كاروباري ټولنې لخوا د برېښنا د بېعو په اړه د حكومتي پرېكړې په هركلي د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئيل د ملكي معيشت استحكام لپاره صنعتونو ته هر ډول ممكنه اساني وركول د حكومت ترجيحات دي. په دې موقع وفاقي وزير، وزيراعظم د هري پور ضلعې د بېلا بېلو پرمختيائي چارو نه هم خبر كړو.

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں