په تېر وخت كښې د توان ګرانو لوظنامو ، د ترسيل او د ټرانسمېشن په نظام د كار نه كېدو او د تجديد وړ توان معرفي كولو په لار كښې د خنډونو په سبب مجموعي ګرځينده قرض زيات شوے. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي په تېر وخت كښې د توان د ګرانو لوظنامو ، د ترسيل او د ټرانسمېشن په نظام د كار نه كېدو او د تجديد وړ توان معرفي كولو په لار كښې د خنډونو په سبب مجموعي ګرځينده قرض زيات شوے، اوسني حكومت د كاميابې حكمت عملې د لارې په بجلي ګهرو كښې استعمالېدونكې فرنس آئل د 23 فيصده نه 3 فيصد ته راوستلے، جمهوري حكومتونه اولس ته جواب وركونكے وي، په اوړي او ژمي كښې د برېښنا په طلب كښې ډېر فرق وي، خو حكومت له پېداواري خرڅونه ادا كول وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د وزيراعظم د پټروليم خاص مرستيال نديم بابر سره يو ځائ په پي آئي ډي كښې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د حكومت اقدامات اولس ته رسول زمونږ وړومبې ذمه واري ده، هره هغه معامله چې په كوم فورم پورته كړې شوې وي، د هغې په اړه حقائق اولس ته رسول دي. ده ووئيل ګرځينده قرض په تېر وخت كښې د ګرانو لوظنامو په سبب راپېدا شوے. ده ووئيل په نړيوالو لوظنامو كښې بدلون نه شي كېدے خو حكومت آئي پي پيز سره خبرې كړې. د تېر وخت حكومتونو سياسي مقاصدو لپاره په ټېرف كښې اضافه نه كوله او دا هم د ګرځينده قرض زياتېدو يوه وجه ده. ده ووئيل ګرځينده قرض مونږ ته په ميراث كښې پاتې شوے. ده ووئيل مونږ په بجلي ګهرو كښې د فرنس آئل استعمال د 23 فيصد نه 3 فيصد ته راوستلے. ده ووئيل د تجديد وړ توان په لار كښې خنډونه راپېدا كړې شوي، په تېر وخت كښی په ترسيل او ټرانسميشن كار نه دے شوے بلكې يوازې په پېداوار كار شوے، مونږ اوس پېداوار زيات لرو خو ترسيل مونږ لپاره چېلنج جوړ شوے

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں