وفاقی کابینې د پوځ مخالف بیانونو سخت نوټس واغست ، د قامي ادارو په ضد خبرې كول د شرم وړ دي، د پي پي پي پريكړې نه پس د پی ډی اېم قصه پخوانۍ شوه ،كه پخوا این آر او نه وه وركړې شوې نو نن به حالات مختلف وو، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز

image

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) وفاقې کابینې د پوځ مخالفو بیانونو سخت نوټس اخستو سره په ډاګه كړې چې د قامی ادارو په ضد خبرې د شرم وړ دي ٬ به دې ډول خبرو دښمن خوشحاليږي ‘ په دغسې بیانونو د هند په ميډيا بریکنګ نیوز چليږي ‘ مرېم او د پي ډی اېم مشران د پاکستان ازلی دښمن د هند د پاکستان مخالفه ایجنډه مخ په وړاندې ېوځي ‘حکومت څخه به څنګه استعفيٰ واخلي ٬ د پي پي پي د سي اي سي پريكړې نه پس د پی ډی اېم قصه پخوانۍ شوې ‘عمران خان دا موقف لري چې كه نواز او زرداري له این آر او نه وه وركرې شوې نو نن به صورتحال مختلف ؤ ‘ د 18م بدلون نه پس هم د فیډرېشن روح برقرار ساتل لازم دي ‘ 2021 کال به د پرمختګ ‘سوكالۍ او معاشی استحکام کال وي ‘ موجوده حکومت به د خپلې مودې پوره كولو څخه وړاندې ټولې وعدې تر سره كوي ‘سندھ حکومت خپل سیاسی مقصد ‘ پوائنټ سکورنګ لپاره داسې چاپيرچل راپيدا كوي چې ورسره دا تاثر وركړے شي چې د څيزونو كمے دے يا بيعې زياتې شوې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ‘ د پیټرولیم خاص مرستيال ندیم بابر سره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل د وفاقي کابینې مهمه غونډه شوې۔ وزیراعظم د غونډې په پيل ووئيل انشاءالله تعالی حکومت به پاتې موده كښې د احساس پروګرام تر مخه د ډیټا بیس په بنیاد لوږه تنده ختمولو له ټول وسائل كاروي ‘ وزیراعظم هم دغه هڅه كوي چې پاکستان كښې څوك د لوږي نه مړ نه شي۔ وفاقی کابینې ته د روغتيا وزیر ډاکټر فیصل سلطان د کورونا په اړه شميرې وړاندې كړې او برتانیې څخه د راتلونكو مسافرو بنديز په اړه ئې کابینه خبر كړه۔ په دې معامله ژور نظر ساتلے كيږي۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل د پي ډی اېم غیر ذمه واره جلسې او جلوسں باوجود کوویډ په قابو كښې ساتلے شوے ‘ د کوویډ وړومبۍ چپه كښې مونږ سره آلات نه وؤ كوم چې مونږ اېمپورټ کول ‘اوس دغه آلات مونږ پخپله جوړوو ‘ په آلات جوړولو كښې هم خودکفیل يو۔ ده ووئيل کابینې ته اسلام آباد كښې د تجاوزات په اړه سی ډی اے بریفنګ وركړے ‘ تجاوزات ختمولو له ډیډ لائن په حقله هم خبر شوې او د هغې موده يوې نه تر شپږو مياشتو ده۔ وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل وفاقي کابینه كښې د مفتی کفایت الله د ادارو په ضد د بیان په بابله خبره شوې ‘تيرو اوونيو كښې اروپائي ائتلاف ډس انفولیب انکشاف کړے چې پكښې د هند ډس انفارمیشن نیټ ورك رامخې ته شوے ‘ د دې د لارې د پاکستان وسله وال ځواكونه په نښه كيدل۔د هند ډس انفارمیشن کیمپ څخه پيل شوې خبره نن مریم نواز ‘مفتی کفائیت الله او د پی ډی اېم پلیټ فارم څخه كيږي۔ده ووئيل ډس انفولیب بیانیه ‘پی ډی اېم مخ په وړاندې بوځي ‘دا يو منظم كمپائن دے چې پكښې د پاكستان ریاست بدنامول او هېواد كښې اړے ګړے راپيدا كول دي ‘د هغې ری پلے د پی ډی اېم په صورت وينو۔ده ووئيل حکومت په سنجیدګۍ سره د دې نوټس اخلي ‘دغه ټول څيزونه مانیټر كيږي چې څوك د حسین حقانی سره وؤ ټول رپورټس ترلاسه كيږي ۔ده ووئېل د کفایت الله خبرې د شرم وړ دي ٬ په دې ډول خبرو دښمن خوشحاليږي ‘كومې خبرې چې كيږي هغه د هند په ميډيا د بریکنګ نیوز په توګه چليږي ‘ زمونږ اازلی دښمن هند چې كوم كار كوي پی ډی اېم هم هغه كار كوي۔ده ووئيل پی ډی اېم كښې شاملو ګوندونو كښې يو تحريك پيل شوے ‘جے یو آئی كښې چې كوم بغاوت دے هغه د ټولو په وړاندې دے ٬ مولانا شیرانی ‘حافظ حسین احمد او نورو نن پریس کنفرنس كښې د مولانا فضل الرحمان په اړه نور حقائق رامخې ته كړي۔ ده ووئيل سندھ كښې د کوویډ پيل څخه تر دې دمه د سندھ کردار د تولو په وړاندې دے ‘د سندھ حکومت په وړومبۍ چپه كښې د مکمل لاك ډاؤن تګلاره خپله کړې وه ٬ د وفاق د ایډوائس نه غير ئې هغه پرېكړه كرې وه كړې چې ورسره په سندھ كښې ستونزې رامخې ته شوې او دغې نه پس د غنمو په معامله سیاسی ګټي ترلاسه كولو له د غنمو ریلیز بند كړے شو ‘ د غنمو كمے راپيدا شو او د اوړو بيعه زياته شوه ‘ ترسیل نیټ ورك ځپلے شوے ‘ د سندھ حکومت خپل سیاسی مقاصد ‘ پوائنټ سکورنګ لپاره داسې چاپيرچل راپيدا كوي چې ورسره دا تاثر پیدا شي چې هېواد كښې د څيزونو كمے دے يا بيعې زياتې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل آئین كښې واضح ليكلې شوي چې قامی ادارې ‘ عدلیه ‘پاك پوځ په تنازعه كښې شاملول به د آئین خلاف ورزی وي۔كه مونږ په ځينې هېوادونو نظر واچوو نو دښمن لیبیا ‘ شام او د عراق پشمول د نورو هېوادونو پوځونه تباه کړي دغسې چې دغه هېوادونه پسمانده ‘معاشی بدحالي ولري۔ ده ووئيل زمونږ دښمن غواړي چې ادارې کمزورې شي او هېواد مات شي ‘دا د يو منظم سازش برخه ده چې د هېواد ادارې منتشر کړې شي۔ده ووئيل تيره ورځ بلوچستان كښې د پاك پوځ ځوانان شهيدان شوي خو د پی ډی اېم په جلسه كښې يو لفظ هم نه دې رامخې ته شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په تيرو لسو كلونو كښې د نومبر په مياشت كښې دوه اربه 176ملیونه ډالره څخه زيات ایکسپورټس شوے ‘ مونږ چې كومې هم څانګې له كوم ریلیف وركړے هغې هېواد له ګټه وركړې ‘وزیراعظم په سپارښتنه د هرې څانګې فعالیت کتلے كيږي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان چکوال كښې وئيلي دي نواز شریف یا پاتې ګوندونو ته د آمریت په دور كښې این آر او وركړې شوې وه ‘ وزیراعظم دا سوچ او اېمان لري چې كوم هم حکومت این آر او وركړې هغې سره هېواد ته زيان رسيدلے او رسيږي ‘ كه نواز او زرداری ته این آر او نه وې ترلاسه شوې نو نن به صورتحال مختلف ؤ ۔ ده ووئيل په تېرو حکومتونو كښې د هېواد خزانه په بې دردۍ لوټ كړې شوې ‘ د وزیراعظم د بیان مقصد دغه ؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ حکومت به خپله موده پوره كوي او هغه ټولې وعدې كومې چې مونږ كړي هغه به تر سره كولې شي د ‘کورونا په وجه د نړۍ معیشت ته كه اوكتلے شي نو هره څانګه ستونزو سره مخ ده ٬ په داسې حالاتو كښې وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد کامیابۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ د اطلاعات وزير ووئيل مونږ واضح کړې چې مونږ به په پارلیمنټ كښې مذاکرات کوو ‘ د 22 کروړه نمائندګانو په دې پلیټ فارم به خبره كولې شي ‘ د کرپشن کیسز نه علاوه په ټولو چارو به خبره كېږي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں