د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر سره په افغانستان كښې د پاکستان سفير منصور احمد خان وليدل

image
APP11-210121 ISLAMABAD: January 21 – Ambassador of Pakistan to Afghanistan Mansoor Khan called on Speaker National Assembly Asad Qaiser at Parliament House. APP

اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر سره په افغانستان كښې د پاکستان سفير منصور احمد خان د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د اسلام آباد او كابل ترمېنځه د پارلماني روابطو او د دوه اړخيزه اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيكر اسد قېصر سفير سره په خبرو كښې ووئيل پاکستان او افغانستان په مذهبي٬ كلتوري ٬ ګاٶنډيتوب او په تاريخي خپلوليو تړلے شوي او دې لپاره د دواړو هېوادونو اولسي مفادات او ترقي هم مشتركه ده۔ ده ووئيل پارلمان افغانستان لپاره تجارتي او ويزه پاليسۍ كښې يو شمېر بدلونونو لپاره حكومت ته سفارشات تجويز كړي چې پكښې په زياتره عملدرآمد شوے۔ سپيكر اسد قېصر دا هيله څرګنده كړه چې دا اقدامات به دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې كولو لپاره مرستياله وګرځي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں