ګلګت بلتستان د سېلګرۍ مركز جوړول د وزيراعظم وژن دې۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی محمد خالد خورشيد سره خبرې

image
APP39-020221 ISLAMABAD: February 02 - Chief Minister GB M. Khalid Khursheed Khan and GB Information Minister Fataj ullah Khan in a meeting with Federal Minister Information and Broadcasting Shibli Faraz in his Office. APP photo by Asim Abbas Shigri

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې ګلګت بلتستان د سېلګرۍ مركز جوړول د وزيراعظم وژن دې٬د سېلګرۍ پرمختګ سره به نه يوازې د سيمې د اولس د ژوند معيار لوړ شي بلكې دوي به د روزګارپراخا موقعې هم ولري۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی محمد خالد خورشيد سره د ملاقات په مهال پھ خپلو خبرو كښې وكړی۔وفاقي وزير ووئيل چې ګلګت بلتستان قدرتي ښكلا لري٬دا منطقه د ټولې نړۍ سېلګرو لپاره يو ښكلې او زړه راښكونكې ځاې دې۔د ګلګټ بلتستان پرمختګ او خوشحالي زمونږ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل چې د پاكستان په ښائسته ځايونو د فلمونو عكس بندۍ د نوې فلم پالېسي برخه جوړوو۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ووئيل چې پھ دې لړ كښې به د هرې هڅې بشپړه ملاتړ او مرسته كوو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں