اسلام آباد۔ 4 فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې ﴿نن﴾ د جمعې ورځ به پاكستان او ګرده نړۍ كښې پاكستاني او كشميري ورورولي د كشمير يو والي ورځې په توګه په بشپړه ډول لمانځي۔ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له به صدر او وزيراعظم د آزاد جمو وكشمير دوره كوي۔ صدر ډاكټر عارف علوي به د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته او وزيراعظم عمران خان كوټلي كښې اولسي غونډې ته خطاب كوي۔ هغه د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې وفاقي وزيرانو علی امین ګنډا پور ‘د كشمير كمېټۍ چیئرمېن شهریار آفریدی او كشميري لارښودو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل په 5 اګست كال 2019 هند غاصبانه طريقې سره د مقبوضه كشمير حېثيت بدل كړو۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئله پورته كړه او پاكستان نړيوالې ورورولۍ نه دا غوښتنه كوي چې هغه دې د مودي ٬ د هند د جارحانه رويې ٬ ظلم او بربريت نوټس واخلي۔ هغه ووئيل پاكستان به د كشميريانو سفارتي ٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاكستان امن خوښوونكے هېواد دے۔ د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ هغه ووئيل د تېرو دوه كلونو نه پاكستان په نړيواله كچه د كشمير مسئله پورته كوي۔ عمران خان چې د كشميريانو په كوم ډول ترجماني كړې تېر وخت كښې مثال نه لري۔ هغه ووئيل په تېرو 70 كلونو كښې د مودي حكومت په شان كوم ظالم او جابر حكومت هند كښې راغلے نه دے۔ هغه زياته كړه چې مودي حكومت د آر اېس اېس نظريې سره مخ په وړاندې روان دے۔