اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان اولس ته رېليف وركولو لپاره د اوګرا لخوا پیټروليم مصنوعات كښې د زياتوالي كولو وړاندېز رد كړے۔د ګل په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې اوګرا د پیټرول بيعه 14.07 ٬ د هائي سپيډ ډيزل بيعه 13.61 ٬ د خاورو تېلو بيعه 13.61 او د لائيټ ډيزل بيعه كښې د 7.43 روپو زياتوالي كولو وړاندېز وركړر ؤ ۔د اولس خېرښېګړې ته پام كولو سره وزيراعظم دغه وړاندېز رد كړے۔وزيراعظم ووئيل حكومت به د اولس ښېګړې لپاره هر ممكن ګام پورته كوي ۔