د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي قاهره كښې خپل مصري همڅنګ سامح شكري سره ملاقات

image

اسلام آباد۔17فروری(اے پی پی)پاکستان او مصر تجارتي او اقتصادي اړيكې لا مستحكمولو له په ګڼو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو اتفاق كړے ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د شورؤ په ورځ قاهره كښې خپل مصري همڅنګ سامع شكري سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د خبرو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمينځه په ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو پشمول د شريكو خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان مصر د عرب نړۍ يو مهم هېواد ګني٬پاكستان او مصر يو بل سره په يو ډول مذهبي او كلتوري اقدارو اډانه د ورورورلۍ پخوانۍ اړيكې لري۔هغه ووئيل پاكستان مصر سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې د افريقې هېوادونو سره د تجارت ودې له “انګېج افريقه” پالېسي عملي كولې شي۔ خارجه وزير د پاكستان او مصر ترمينځه په دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې د ترلاسه موقعو په اړه خپل مصري هم څنګ خبر كړو۔خارجه وزير خپل مصري هم څنګ د هند هندوتوا سركار پاكستان مخالفو ناوړه ارادو نه خبرولو كښې هند امن او استحكام لپاره د خطرې سبب وګرځولو۔ مصري خارجه وزير افغانستان كښې امن له د پاكستان د مصالحانه هڅو ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران د پاكستان او مصر ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكې لا مستحكمولو له په ګڼو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته صلاح شوي۔ دغسې خارجه وزير د مصر دورې په مهال په تود هركلي كولو د خپل مصري هم څنګ مننه كولو سره هغه له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې هغه قبوله كړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں