د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د چين سفير ملاقات٬ د منطقې په سلامتيا او د خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

image

پېنډۍ ۔18فروری(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د چين سفير ملاقات كړې او هغه سره ئې د منطقې په سلامتيا او د خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پاكستان له د كووډ 19 وېكسين په وركول د چين د مرستې مننه كړې۔ دغسې د دفاع او امنيت په اړه په ګڼو نړيوالو ځايونو او د صلاحيت زياتولو په حقله د چين د مرستې ئې ستائنه كړې ده۔ ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ سي پېك په كاميابۍ بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو اولسونو ته زياته ګټه ورسي او خوشحالي به راشي۔ دغسې ګران مېلما د منطقې امن او استحكام لپاره د پاكستان مرستې ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں