اسلام آباد۔18فروری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي فنكاران د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو مهم كردار ترسره كوي۔ د فنكارانو ښېګړې او په وخت مالي مرستې لپاره د نغدې مرستې زر تر زره وركړه باورۍ كړئ۔ ده د زيارت په ورځ د آرټسټ ویلفئیر فنډ سټیرنګ كمېټۍ 11 مې غونډې مشري كوله چې په كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ٬ سېكرټري نوشين جاوېد امجد او د اطلاعات او خپرونو سېكرټري شاهيره شاهد او نورو د كمېټۍ غړو ګډون كولو۔ په دې مهال صدر ووئيل د فنكارانو ښېګړې او په وخت مالي مرستې لپاره د نغدو زر تر زره وركړه باورۍ كړئ۔ فنكارانو ته د مالي مرستې وركولو لپاره د اهليت معيار د لا ښه كولو ضرورت دے۔ صدر ووئيل د مالي او صحت مسائلو سره مخ فنكاران د مرستې زيات مستحق دي۔ فنكاران د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل فنكارانو ته د پیښو مسائلو زر لرې كولو لپاره د سټېرنګ كمېټۍ غونډه هر درې مياشتې پس پكار ده۔ ياد دې وي چې د آرټسټ وېلفېئر فنډ انتظام د سټنېډنګ كمېټۍ په لاسو كښې دې كومه چې سركاري او غېر سركاري غړو مشتمل ده او صدر د سټېنډنګ كمېټۍ چيئرمېن دے۔