جهلم 28 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان جهلم كښې ټله جوګياں نېشنل پارك پرانسته وكړه۔ په 13 سوه ايكړه په دې پارك كښې به د زيتون بوټې هم لګولې شي۔ د اتوار په ورځ وزير اعظم په جهلم كښې مصروف ورځ تيره كړه۔ټله جوګياں ته په راتګ ماشومانو وزيراعظم ته ګلونه وړاندي كړل۔وزير اعظم پارك ته تللو سره د زيتون بوټې هم نال كړو۔وزير اعظم د ماحوليات خاص مرستيال ملك امېن اسلم نېشنل پارك ښې د ځنګلي ځناورو او ماحولياتي تحفظ په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم د پارك د بيلو برخو دوره وكړه او د پارك باضبطه پرانسته ئې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم سره د پنجاب وزيراعلي عثمان بزدار، د سائنس او ټيکنالوجي وزير چوهدري فواد حسين،خاص مرستيال ذوالفي بخاري هم موجود ؤ۔دا نوي نېشنل پارکس په 06 پروټيکټډ ايرياز كښې شامل دې۔ په 06 پروټيکټډ ايرياز كښې د دې نېشنل پارکس نه علاوه خيري مورت نېشنل پارك، چھنجي نېشنل پارك، نمل ويټ لينډ او چشمه ويټ لينډ نيچر ريزروز شامل دي۔وزيراعظم ته سالٹ رينج كښې چنګلي ځناورو تحفظ او ماحولياتي تحفظ په اړه په اقدامات بريفنګ وركړې شو۔