اسلام آباد26جولائي(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د كشمير سفير په توګه د مقبوضه كشمير خلقو لپاره جنګ كوي، د كشمير د 72 كلونو محرومي به لرې كولې شي ، وړاندې مو وئيلي وو چې د اپوزيشن ګوندونه د كشمير ټاكنې خرابول غواړي، وزيراعظم به د اګست په 5مه نېټه د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته وېنا كوي، په پي ټي آئي په بشپړه باور كولو د كشميري اولس ډېره مننه كوو، ډېر زر به په كشميري اولس زېرے وكړو، كومو خلقو چې زمونږ ګوند كامياب كړے، مونږ به د هغوي هيلې تر سره كوو، ، د آزاد كشمير د صدر، وزيراعظم او سپيكر پرېكړه به وزيراعظم عمران خان كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره يو ځاے خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ووئيل د كشميري اولس ډېره مننه كوم چې د عمران خان په مشرې ئې د باور څرګندونه وكړه او په كشمير كښې ئې پاكستان تحريك انصاف كامياب كړو. ده وويل لكه څنګه چې په ګلګت بلتستان كښې زمونږ حكومت جوړ شو، مونږ هغه ځائ ته د 370 اربه روپو خاص پېكج وركړو ، ډېر زر به د كشمير اولس هم زېرے واوري. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ وړاندې وئيلي وو د اپوزيشن ګوندونه د كشمير ټاكنې خرابول غواړي، دوي به د امن او امان مسئله راپېدا كوي او د دې مثال مونږ ته راوړاندې شوے. ده ووئيل زمونږ دوه ځوانان شهيدان شوي، د يو ځوان حالت نازك دے، د ډزو په نتيجه كښې اووه ځوانان ژوبل شوي او د ګوند پنځوس كاركنان په وهلو ويشتلو ژوبل شوي . ده ووئل مونږ د هغوي كورنيو سره ولاړ يو، مونږ د هغوي قربانې ته سلام كوو، ده ووئيل چهغه د ټاكنو د كميشن احترام كوي، د ده وكيل به په كميشن كښې وړاندې كېږي چې كومه هم پرېكړه راشي، هغه به ئې احترام كوي. ده ووئيل د اګست په 5مه نېټه به وزيراعظم عمران خان د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته وېنا كوي، هغه وخت به د زمونږ خپل حكومت وي، مونږ به په زيات قوي ډول د كشمير مسئله پورته كوو.