اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مونږ په افغانستان كښې امن غواړو، پاکستان افغانستان كښې كومه خوښي نه لري، افغانان چې كوم هم حکومت خوښ كړي، پاکستان به ورسره ښې اړيكي لري، دا زما د حكومت موقف دے چې افغانستان د بهر څخه نه شي قابو كيدے، افغان حکومت او د طالبانو ترمينځه د كومي هم جھګړې اثرات به د پاکستان په قبائلي سيمو پريوځي، د هند د اړخه د 5 اګست 2019 اقدام تر بيرته اخستو او د کشمير خصوصي حيثيت تر بحاليدو هند سره خبرې اترې او درې اړخيزه افغان امن عمل كښې شموليت نا ممکن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د افغانستان خبريالانو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه كوم چې د پاك افغان يوتھ فورم د سيوري لاندي پاك افغان کنکليو كښې ګډون لپاره پاکستان ته راغلي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِ چوهدري فواد حسين، وزير مملكت فرخ حبيب، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او سينېټر فيصل جاويد هم په ملاقات كښې موجود وؤ۔ وزيرِاعظم ملاقات كښې د پلاوي د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔ ده ووئيل ماته معلومه ده چې دا په افغانستان كښې يو مشكل صورتحال دے۔زه خوشحاله يم چې تاسو دلته يې٬زه ستاسو د پوښتنو ځواب دركولو له چمتو يم۔د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل هند سره زمونږ مسئله دا ده هند د اګست په پنځمه نېټه كال 2019م كښې په يو اړخيزه توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه رد كولو سره د كشميريانو څخه د دوي د رياست حق وتروړلو٬په كال 1948 كښې د دوو قراردادونو د لارې كشميريانو ته دا حق وركړے شوے ؤ چې دوي د رايو د لارې پريكړه وكړي چې دوي د پاكستان برخه جوړېدل غواړي يا د هند٬ څنګه چې دوي د حق نه محروم كړے شو نو د كشمير اولس دې حق ترلاسه كولو لپاره هڅې پېل كړي او پاكستان د دوي مرسته كړې٬خو د اګست په پنځمه نېټه كال 2019م كښې هند د مقبوضه كشمير خاص حېثيت ختم كړو٬د دې نه پس پاكستان هند سره ټولې سفارتي اړيكې قطع كړې او ترڅو چې هند د مقبوضه كشمير خاص حېثيت نه وي بحال كړے مونږ هند سره درې اړخيزه خبرې نه شو پېل كولې چې پكښې افغانستان هم شامل وي۔ده ووئيل زه افغانستان ته تللے وم٬ زه د اشرف غني سره ښې اړيكې لرم ٬زمونږ شريكې اړيكې ډېرې ښې وې خو د افغان مشرانو اوسنيو بيانونو چې پكښې هغوي په پاكستان تور ولګولو چې دا د افغانستان د حالاتو ذمه وار دے۔دا بد مرغي ده ۔ده ووئېل پاكستان طالبان وړومبۍ امريكې او بيا افغان دولت سره مذاكراتو ته كېښنولو لپاره ډېرې هڅې او خواري كړې٬ كوم بل هېواد د پاكستان غوندې خواري نه ده كړې او د دې تصديق د امريكې استازي زلمي خليل زاد هم كړے۔وزيراعظم ووئيل د لوبو په حقله چې په تېرو دريو كلونو كښې ما سره د لوبو لپاره وخت نه ؤ ځكه چې نورې ستونزې وې ٬ خو زه وئېلے شم چې د كركټ په تاريخ كښې جې په څومره لنډه موده كښې د افغانستان كركټ لوبډله كښې كومه بهتري راغلې د كوم بل هېواد نه ده ٬ څوك چې هم په كركټ پوهېږي دوي به داسې مثال نه وي ليدلے٬افغانستان په كركټ كښې چې كوم مقام ترلاسه كړے نور هېوادونه په 70 كلونو كښې دغې ځاے ته رسېدلي٬په بنيادي توګه افغانانو د كډوالو په كېمپونو كښې كركټ زده كړے كوم چې د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې يو داسې احساس شته او له بده مرغه دې احساس ته هند قصداً وده وركړې چې پاكستان ملټري اسټمبلېشمنټ قابوكوي۔زما د حكومت خارجه پاليسي د پنځويشت كلونو څخه زما د ګوند د منشور برخه ده۔زما تل دا دريځ پاتې شوے چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري۔ده ووئيل ما عمر له وئيلي دي د افغانستان مسئله به په سياسي توګه حل كېږي۔زما د حكومت د دريو كلونو په مهال هم دا دريځ پاتې شوے كوم چې زه د پنځلس كلونو نه وايم۔د پاكستان پوځ په بشپړه توګه د حكومت ملاتړ كوي٬ ما تل هند سره امن غوښتے٬ او د پاكستان پوځ هند سره د امن په اړه زما د ټولو اقداماتو ملاتړ كړے٬دا هند دے كوم چې امن نه غواړي٬ ځكه چې په دې وخت كښې هند د آر اېس اېس د نظرياتو د پلوي ګوند په ولقه كښې دے٬كوم چې د پاكستان او مسلمانانو په ضد دے٬ او د دې څرګندونه تاسو په كشمير او د هند په نورو سيمو كښې كتلې ٬ هند مسلمانانو سره څنګه سلوك كوي٬ د ګاٶ ماته پېروكار په لارو كوڅو كښې مسلمانان وژنې او په هغوي كم فرد جرم نه عائد كېږي۔ده ووئېل د هند توا او د آر اېس اېس د نظرياتو پلوي په ټولو اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو او عيسايانو ظلمونه كوي او هم دا څيزونه هند سره د امن په لار كښې خنډان دي ٬ خو پاك پوځ زما د حكومت د هر اقدام ملاتړ كوي۔زمونږ ترمينځه هېڅ اختلافات نشته۔وزيراعظم ووئيل اوس د افغانستان په اړه د نړۍ د ټولو هېوادونو نه زيات پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي ځكه چې په افغانستان كښې امن وي نو پاكستان به د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره رابطه ولري٬مونږ ازبكستان سره د مزار شريف ٬ پيښور رېلوے پټلۍ لپاره د وړاندې نه لوظ نامه كړې كومه به چې د افغانستان د لارې پاكستان ته راځي٬زموڼږ د سباؤن د هر ډول اقتصادي حكمت عملۍ انحصار په افغانستان كښې امن سره تعلق لري۔د پاكستان اولس افغان اولس د ګاونډيانو په ځاے وروڼه ګڼي۔دوي د 40 كلونو نه ستونزو سره مخ دي او مونږ ګڼو چې افغانستان ته د امن سخت ضرورت دے۔كه د افغان دولت او طالبانو ترمينځه كورنۍ جګړه روانه وي٬د دې آغېز به د پاكستان په قبائېلي سيمو كېږي۔ ده ووئېل كله چې مونږ د ترهه ګرۍ په ضد د امريكې د جنګ برخه شوو نو د دې آغېز زمونږ په قبائېلي سيمو وشو۔په دې جنګ كښې 70 زره پاكستانيانو قرباني وركړې۔وزيراعظم ووئيل وروستې څيز٬ مونږ اندېښنه لرو چې كورنۍ جګړه به پاكستان ته منتقل شي٬كه دا اوږده كورنۍ جګړه جوړه شي۔په پاكستان كښې د وړاندې نه 30 لكه افغان كډوال مېشته دي٬مونږ نوره كورنۍ جګړه نه شو زغملې ځكه چې د كورنۍ جګړې په صورت كښې به نور افغان كډوال پاكستان ته راشي۔د پاكستان اقتصادي صورتحال نور افغان كډوال نشي زغملے ځكه پاكستان هڅې كوي چې د افغانستان مسئله په سياسي توګه حل كړې شي۔۔ده ووئيل وړومبۍ خبره دا طالبان چې څه كوي دې سره زمونږ څه تعلق دے ٬ بايد تاسو د طالبانو نه پوښتنه وكړئ چې دوي څه كوي٬د دې ذمه وار مونږ نه يو٬نه مونږ د طالبانو ترجمانان يو خو تاسو دوه لارې لرې٬ د 20 كلونو نه د پوځي حل د لارې په افغانستان كښې د امن راوستلو هڅې وكړې شوې خو ناكامه شوې۔اوس دا تاسو سره تعلق لري يا خو د امريكې ملاتړ سره د پوځي حل لټون روان وساتئ او كه تاسو ګڼۍ چې بايد طالبان د حكومت برخه نه شي خو دا ټولو ته معلومه ده چې دا ناممكنه ده ٬ دوهم حل دا دے چې طالبان او حكومت په ګډه يو شريك حكومت جوړ كړي هم دا يواځنې حل دے۔ ده ووئېل طالبان چې څه كوي دې سره زمونږ هېڅ سروكار نشته۔مونږ بس غواړو چې په افغانستان كښې امن وي٬د پاكستان په ګټه د افغانستان امن دے٬په پاكستان كښې 30 لكه افغان كډوال مېشته دي٬دوي نزدې ټول پښتانه دي او په دوي كښې زياتره طالبانو سره خواخوږي لري٬پاكستان څنګه معلومولې شي چې په افغانستان كښې جګړې لپاره څوك روان دي٬د 25 نه تر 30 زرو پورې كسان هره ورځ افغانستان ته ځي او بېرته راځي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان څو ځله وئېلي دي كه ټول افغان كډوال خپل هېواد ته ستانه شي نو بيا تاسو مونږ ذمه وار ګرځولې شې خو چې كله 30 لكه افغان كډوال په پاكستان كښې مېشته دي نو مونږ څنګه وئېلي شو چې څو سوه خلك په افغانستان كښې جنګ لپاره لاړل او بيا د دوي مړي بېرته پاكستان ته راوړلے شول ٬ د دې تور په پاكستان څنګه لګېدے شي۔د كډوالو په ځينو كېمپونو كښې پنځه زره كسان مېشته دي او په ځينو كښې يو لك كسان ٬ پاكستان د كډوالو كېپمونو ته په تګ څنګه معلومولې شي چې څوك د طالبانو پلويان دي او څوك نه دي ٬ ځكه دا ممكنه نه ده په دې وروستيو ورځو كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه پوله تش د نوم پوله وه۔وزيراعظم ووئيل د ډيورنډ كرښه خيالي پوله ګڼلې شوه۔په پوله تګ راتګ كنټرول كولو لپاره پاكستان په پوله ازغن تار ولګولو په كوم چې ډېر خرڅ راغلے ٬ نزدې په 90 فيصده پوله ازغن تار لګولے شوے٬دا وړومبې ځل دے چې په پوله ازغن تار لګولے شوے دا ځكه چې وړومبې خو پوله هم نه وه٬د ډيورنډ كرښه وه٬مونږ پوره هڅې كوو چې په پوله تګ راتګ كنټرول شي٬د 30 لكه كډوالو په شتون كښې دا ممكنه نه ده چې پاكستان ذمه وار وګرځولې شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د كورنۍ جګړې په صورت كښې پاكستان ته كومه ګټه رسېدلې شي۔پاكستان په افغانستان كښې د چا ملاتړ كولو سره كومه ګټه ترلاسه كولې شي۔يو څيز ډېر واضح دے چې يوه ډله هم په افغانستان يوازې كنټرول نشي ترلاسه كولے٬ كه طالبان يوازې په افغانستان كنټرول غواړي او ګڼي چې په افغانستان كښې به كورنۍ جګړه ختمه شي۔وزيرعظم ووئيل په تېر وخت كښې يعني د 90 په لسيزه كښې د پاكستان يو مفاد ؤ او دا مفاد د سټرټېجك ډېپته ؤ ځكه چې په افغانستان كښې د هند اثر ورسوخ و٬ او پاكستان داسې صورتحال نه غوښتلو چې هغه په فرنټ لائن جګړه وكړي ځكه چې په ختيز فرنټ هند ؤ او په لوېديز اړخ په افغانستان كښې هم د هند پلوي ؤ٬په هغو ورځو كښې د پاكستان هڅه وه چې په افغانستان كښې خپل پلاوي وساتي خو اوس زما د حكومت دريځ دے چې افغانستان د بهر نه شي كنټرول كېدے۔ ده ووئېل افغانستان يو تاريخ لري او په تاريخ كښې تل افغانان آزاد پاتې شوي ځكه افغانستان د بهر نه شي كنټرول كېدے ۔ده ووئېل زمونږ د حكومت پالېسي ده چې افغان اولس د چا هم ټاكنه وكړي پاكستان به ورسره ښې اړيكې ساتي۔زمونږ اوس هېڅوك خوښ نشته او نه مونږ د 90 د لسيزې په سټرټېجك ډيپته پالېسۍ روان يو۔د يوي بلي پوښتني په ځواب وزيراعظم ووئيل زه چې څه تاسو ته وائيم هم دا مې صدر اشرف غني ته وئېلي وو ٬ صدر اشرف غني غوښتل چې مونږ د پولې له بلې غاړې د تګ راتګ د مخ نيوي هڅه وكړو٬مونږ ده ته ووئيل په شريكه به جاج اخلو او تاسو به مونږ ته اووئۍ چې په كوم ځاے كښې خلك د پولې نه تېرېږي مونږ به كاروائي وكړو٬مونږ په دې اړه هغه له باور وركړو٬ كه په نيم افغانستان د طالبانو كنټرول دے نو دوي به پاكستان ته ه راتګ څه كوي۔ده په پاكستان كښې د طالبانو د كورنيو په اړه خبره وكړه نو پوښتنه دا ده چې آيا پاكستان د دوي كورنۍ زندانونو ته واچوي٬پاكستان د دوي كورنيو سره څه كولې شي او كه د ځينې طالب مشرانو كورنۍ دلته آبادې دي نو يوازې مونږ په دوي مخ ملازه كارولې شو چې دوي مو امريكايانو سره په مذاكرات مجور كړي وو۔ده ووئيل كه مونږ د دوي كورنۍ زندانونو ته اچولې وې يا مو د دوي په ضد كاروائي كړې وه نو زمونږ دا مخ ملازه به هم ختمه شوې وه ۔مونږ ته معلومه ده چې افغان دولت غواړي چې مونږ د دوي په ضد پوځي كاروائي وكړو٬وړومبۍ خبره دا ده مونږ به هر څه وكړو خو نورې پوځي كاروائۍ به ونه كړو لكه څنګه چې ما وړاندې وئېلي وو چې مونږ د بل چا جنګ كوو او په دې جنګ كښې مونږ د 70 زرو خلكو قرباني وركړې ۔ده ووئېل اوس په پاكستان كښې په دې خبره اتفاق دے چې كومه پوځي كاروائي به نه كېږي خو د پوځي كاروائۍ نه علاوه به مونږ خپلې پوره هڅې كوو۔دوي چې څنګه فشار اچول غواړي مونږ به په طالبانو واچو ځكه چې په افغانستان كښې امن زمونږ په ګټه دے۔ده ووئيل دا خبره په پاكستان كښې واضحه ده چې مونږ به پوځي كاروائي نه كوو ٬ د ېوې پژښتنې په ځواب ده ووئېل مونږ د سېف سټي كيمرو تفصيل لرو چې پكښې د روټ ټېكسي ډرائيور او هغه ټېكسي چې پكښې د افغان سفير لور سفر كړے٬په دې لړ كښې معلومات موجود دي٬مونږ د دې خلكو څخه تفتيش كړے۔له بده مرغه زمونږ معلومات او د سفير د لور په دريځ كښې همغږي نشته۔ده ووئيل د سفير د لور له مخې هغه په ټېكسي كښې تښتولې شوې او په هغې تشدد شوے خو د كيمرې د عكسونو له مخې هغه په ټېكسي كښې پخپله په قلار ناسته ده۔ ده ووئېل پوليس ټېكسي ډرائيور نيولے او تفتيش ئې كړے٬ له بده مرغه مونږ ته د ټولو پوښتنو ځوابونه لاس ته رانغلل او ټول رېكارډ پوليس سره موجود دے خو د تفتيش او د افغان سفير د لور په دريځ كښې تضاد دے۔وزيراعظم ووئيل له بده مرغه دوي بېرته لاړل ځكه اوس تصديق لپاره مونږ سره كومه بله لار نشته خو د افغان سفير د لور دريځ او د كيمرې فوټېج او د ټېكسي ډرائيور څخه په ترلاسه شوو معلوماتو كښې همغږي نشته۔د افغانستان څخه كه يوه ډله راځي نو مونږ به دوي ته ټول معلومات وركړو۔تاسو واورېدل چې د افغانستان نه يوه ډله راروانه ده او مونږ به هغې ته ټول معلومات وركړو چې پكښې به د سېف سټي كيمرې د فوټېج څخه ترلاسه شوي عكسونه هم وركړو او هغه ډله بېرته په تللو د افغان سفير د لور څخه تفتيش كولې شي۔۔ده ووئيل مونږ تل د افغان دولت څخه دا پوښتنه كړې چې مونږ ته اووائي چې د كوئټه او پېښور شورا چرته ده چرته چې طالبان مېشته دي٬مونږ دا اورو كله چې د امريكې ځواكونو كاروائۍ كولې او په قبائېلي سيمو كښې يې ډرون بريدونه كول نو دوي ته نور څيزونه ولې په نظر نه راتلل۔حقيقت دا دے چې كله طالبان د كډوالو په كېمپونو كښې ليده كاته كوي چرته چې لاكهونو په شمېر خلك موجود دي نو دا د پاكستان لپاره آسانه نه ده چې څوك د كوم ځاے نه راځي او چرته ځي ۔ده ووئېل زمونږ نه څو ځله دا پوښتنه شوې زه يو ځل بيا وئېل غواړم چې يو نيم لاك د ناټو ځواكونه كوم چې د انساني تاريخ تر ټولو لويې پوځي طاقت او نوې مشينري لري٬ د دوي په افغانستان كښې د ناكامۍ پاكستان سره هېڅ تعلق نشته٬دا بالكل هم داسې ده لكه څنګه چې امريكائي ځواكونو سره په وېتنام كښې وشول۔ده ووئيل كله چې دوي په وېتنام كښې ناكام شول نو دوي تور په كمبوډيا او په لاؤس كښې په ځينې عسكريت خوښو ولګولو٬دوي په كمبوډيا بمونه هم وغورځول او هېواد يې هم غېر مستحكم كړو خو په دوي بيا هم هېڅ فرق پرې نه وتلو ٬مونږ ته په يوه موقع ووئيل شول د طالبانو مهمې اډې په شمالي وزيرستان كښې دي٬دوي په مونږ فشار اچولو چې مونږ په شمالي وزيرستان كښې كاروائي وكړو آخر كار څلور پنځه كاله پس پاكستان په شمالي وزيرستان كښې كاروائي وكړه۔ده ووئيل د وزيرستان څخه لس لكه خلك بې كوره شول كله چې پاكستان كاروائي وكړه۔ځينې پاكستاني عسكر په حق ورسېدل او ټوله سيمه پاكه كړې شوه۔دا هر څه په كال 2014م كښې وشول خو په دې هېڅ فرق ونه شو او ناټو ځواكونو په افغانستان كښې جنګ نه شو ګټلے٬ خو فراډ حكمت عملۍ لپاره دا تورونه هم لګولې كېږي بايد امريكې په هغه وخت كښې طالبانو سره خبرې كړي وې كله چې د هغه پوزېشن مضبوط و٬كله چې په افغانستان كښې د ناټو يو نيم لك پوځ موجود ؤ۔ وزيراعظم ووئيل بايد امريكې هغه وخت طالبانو سره خبرې كړي وې٬ مونږ به د مينځنۍ آسيا هېوادونو څخه د افغانستان د لارې د توان د راهدارۍ څخه هم استفاده وكړو او افغانستان به د پاكستان د 22 كروړه آبادۍ پراخا منډيانو او د ګوادر او كراچۍ د بندر ځايونو څخه د استفادې كولو موقع هم ولري ځكه دا دوه اړخيزه اړيكې د دواړو هېوادونو په ګټه دي۔ ده ووئېل خلك په دې نه پوهېږي چې افغانستان د پاكستان او هند تر ډېرې مودې برخه پاتې شوے او يو وخت ؤ چې د پاكستان شمالي سيمې تر 70 ٬ 80 كلونو پورې د افغانستان برخه پاتې شوي ځكه د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي رابطې موجود وې ۔ ده ووئېل زه ګڼم چې كله په افغانستان كښې امن راشي او دعا كوم چې دا وخت ډېر زر راشي نو بيا به دا زمونږ د ښو اړيكو غوره كلونه وي۔د يوي بلي پوښتني په ځواب وزيراعظم ووئيل د هېوادونو ترمينځه چې كومې اړيكې جوړې وي هغه كله هم په يوځاے نه پاتې كېږي٬دا بدلېدونكي وي٬د يو داسې اړيكې وي چې كله د يو شخصيت دوو په هېواد كښې راتللو سره ښې شي او كله داسې د رياست يو مشر راشي چې ورسره اړيكې خرابې شي ٬ كله كله انټرسټ بدل شي ٬ خو كوم بنيادي څيز چې د افغانستان او پاكستان دے هغه تاريخ دے٬دا د څو پيړيو تاريخ دے۔ده ووئېل چې كله په دې منطقه كښې رابطې وې٬پېښور او كابل مركزونه وو٬دا ټول سيلك روټ وؤ دې ځاے نه به ټول هند ته تلل او هغه ځاے نه به راتلل ٬ بيا قندهار نه روټ و د ملتان د لارې دا زړې تجارتي لارې وې او زاړه تعلقات وو ٬ څومره افغان كورنۍ د افغانستان څخه پاكستان ته راغلي٬ زما خپلې د مور او پلار قبيلې د افغانستان څخه راغلي وې او په هند كښې پاتې شوي څو سوه كاله مخكښې٬ دا رابطې عمر له پاتې شوې٬ دغسې اړيكو كښې كله كله ناوړه وخت راځي ۔ده ووئېل چې كله د افغانستان مفاد د سويت يونين سره شو او د پاكستان د يو اېس سره شو نو په دې زمونږ اړيكې خرابې شوې۔بيا افغانستان هند ته نزدې شو نو ظاهره ده چې پاكستان سره اړيكې خرابې شوي٬ خو د دې هر څه باوجود كه اوږد مهاله او فطرتي اړيكې شته هغه د پاكستان او افغانستان دي