د هند هائي كمېشن د اجمير شريف عرس كښې د ګډون كولو خواهش لرونكو پاكستانيانو ته ويزې نه دي جاري كړی

image

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د هند هائي كمېشن د اجمير شريف پھ عرس كښې د ګډون كولو خواهش لرونكو پاكستانيانو ته ويزې نه دي جاري كړې۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې هر كال 500 پاكستاني زائرين د حضرت خواجه معين الدين چشتي اجميري(رح)د عرس په دستوره كښې ګډون لپاره هند ته ځي۔ سږ كال د عرس دستورې د 19 نه تر 29 مارچ اجمير شريف كښې كېږي۔پھ دې اړه 500 پاكستاني زائرينو د مذهبي چارو په وزارت كښې خواستونه جمع كړي خو تراوسه د هند هائي كمېشن د ويزو په جاري كولو كښې د ځنډ حربې كاروي۔ حكومت په دې لړ كښې د هند حكومت سره د معاملې حل له په بشپړه رابطه كښې دې۔ده زائرينو ته ووئيل چې هغوي دې د وزارت د اجازې نه بغېر د هند پھ دوره نه ځي۔د پاكستان او هند دواړه زائرين د 1974 لوظ نامې له مخې د يو بل هېوادونو ته د مذهبي ځايونو زيارت لپاره ځي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ