اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د مئي په 22مه نېټه جناح انټرنېشنل هسپتال سره نزدې د پي ائې اے الوتكه راسنكوره شوې وه ۔ د پي آئي اے بدقسمته الوتكې د پېښې د پلټنو عبوري راپور مو د لوظ له مخې قومي اسمبلۍ ته وړاندے كړے، الوتكه پرواز لپاره 100 فيصده فټ وه او د لېنډنګ په وخت د زمكې نه 7220 فټ اوچته وه ، د كنټرولر لخوا درې ځله اوچتوالي ته د پام ګرځولو وئېلو باوجود هواباز عمل پرې ونه كړو، دا په ريكارډ ده چې د الوتكې لېنډنګ ګيئر پرانستلے شوے ؤ او په 10 ايئروناټيكل مائل بېرته بند شوے ، د حتمي راپور په راتللو به د ذمه وارو په ضد كارروائي كولې شي. د شورو په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د پېښې نه سمدستي وروستو تحقيقاتي بورډ تشكيل كړے شوے چې پكښې د هوابازانو استازيتوب لپاره مونږ په خپله د هوابازانو تنظيم ته خط ليكلي او د انكوائري بورډ پراختيا سره مو د ايئر بليو دوه سينئر هوابازان د بورډ برخه كرځولي. ده ووئيل مونږ عبوري راپور پارلمان ته په وړاندې كولو يو مثال جوړ كړے. په تېر وخت كښې د كومې فضائي پېښې كوم راپور نه دې وړاندې كړے شوے او نه د كوم ذمه وار په ضد كارروائي شوې۔ده ووئېل سږ كال به د كال 2010م نه واخله تر كال 2020م د رامېنځ ته شوو فضائي پېښو او د مئي په 22مه نېټه د رامېنځ ته شوې پېښې تفصيلي راپور وړاندې كړے شي چې پكښې به د ذمه وارو ټاكنه هم كېږي او د دوي په ضد به كارروائي هم كېږي. ده ووئيل د الوتكې هواباز او مرستيال هواباز دواړه په طبي توګه الوتكه چلولو لپاره فټ وو. پائيلوټانو د پرواز په مهال كوم ډول تكنيكي خرابي نه ده په ګوته كړې. ده ووئيل د كنټرولر په ګوته كولو سره هم هواباز ووئيل زه به مېنېج كړم، دا خبرې تحقيقاتي ډلې ته په ډېټا انټري ريكارډ كښې د ريكارډ شوو خبرو نه معلومې شوي۔ غلام سرور خان ووئيل په 10 ناټيكل مائل د الوتكې لېنډنګ ګيئر پرانستلے شوے ؤ او په 5 ناټيكل مائل لېنډنګ ګيئر بېرته بند كړے شوے. په رن وے د الوتكې رغړېدو سره انجڼ هم خراب شوے د كوم په اړه چې د ايئر ټرېفك كنټرول لخوا هواباز ته وئيل وو خو داسې ونه شول. تر كافي حده د انجڼ متاثره كېدو سره هم هواباز الوتكه بېرته الوزولې۔ كوم هدايات ئې ترلاسه نه كړل او د ايئر ټرېفك كنټرول هدايات ئې نظرانداز كړل.