اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د حکومت غوره سفارتي هلو ځلو او په نړيواله ميډيا معاملې په زړه پورل ډول رامخې ته كولو سره نړۍ د كشمير پحقله د هند د بيانيې تسليمولو څخه انكار كړے ، پاکستان به د هند ناوړه څېره نړۍ ته څرګندوي او په هر فورم به د هند بربريت رامخئ ته كوي، 50 كاله پس د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غٶنډو كښې د كشمير په مسئله بحث شوے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرسېنېټر شبلي فراز دا خبرې د اطلاعات او خپرونو وزارت ترسېوري لاندې د” تشدد نړيواله ورځ او په كشمير كښې د هند اتنها خوښۍ” په سرخط سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات سېكرټري اکبر حسېن دراني، سفير آصف دراني، ډاکټر ماريه سلطان، د حريت کنفرنس نمائنده اېډوكېټ پروېز احمد پشمول ځانګړو شخصياتو په سېمينار كښې ګډون كولٶ۔ د كنفرنس ګډون كوٶنكو ته د هندي بربريت٬ د ظلم او جبر نوو پېښو٬ د كشمير په مسئله د نړيوالې ورورلۍ غبرګون ٬ د كشميريانو مړانې او همت په اړه ډاكومېنټري فلم وښودلے شو۔ دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل هند د تېرو څلورو لسيزو راهسې په مقبوضه كشمير كښئ د ظلم او بربريت انتها كړې ، د 1990 راهسې په كشميريانو روان هندي ظلمونه لا زيات شوي۔ ده ووئيل د هند امنيتي ځواكونه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي، تر څو چې هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي تر ھغې به پاكستان د هند ناوړه څېره نړيوالې ورورولۍ ته بې نقابه كوي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمير كښې د ځوانانو ماورائے عدالت قتلونه كېږي،د كال 1990 څخه تر اوسه په مقبوضه سيمه كښې د لكهونو په شمېر كشميريان شهيدان شوي ۔ شبلي فراز ووئيل د پنځم اګست نه پس د مقبوضه وادۍ صورتحال نور ناوړه شوے ، هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د بشري حقونو د خلاف ورزو مرتكب كېږي