د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا غونډې ته بريفنګ

image

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د روغتيا قائمه كمېټې غونډه د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وشوه. د كمېټې د غونډې مشري ډاكټر محمد افضل خان ډهانډله وكړه. د كمېټې غړو په پارلمينټ لاجز كښې په ډسپنسري كښې د كورونا وائرس ځپليو د پارلمان غړو لپاره د داروګانو او آكسيجن په نشتوالي اندېښنه څرګنده كړه او د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې څومره زر ممكنه وي د پارليمنټ لاجز ډسپنسري كښې دې په بېړنې توګه د داروګانو او آكسيجن شتون باوري كړے شي. كمېټې په دې خبره هم اندېښنه وښودله چې په پارليمنټ لاجز كښې كار كوونكې عملې لپاره د ټېسټونو اسانې نشته. د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د كمېټې غونډې ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د جنورې د 15مې نېټې نه مونږ هڅې پېل كړې وې چې مونږ ډائګناسټك كټس ترلاسه كړو او دا په هغه وخت كښې يوازې چين جوړول، مونږ يوازې 5 زره كټس ترلاسه كړي ، ځكه په زياتو ټېسټونو كښې ستونزې رامخې ته شوې. ده ووئيل د ګل د ورځې نه نوې پاليسي راوړو، هره ورځ به يو لك ټېسټونه كولې شي، د تېرې يوې مياشتې په مهال مو د ټول پاكستان نه ډېټا راجمع كړې، د دوكانونو پشمول په كارخانو او هر ځائ كښې مو د اېس او پيز په اړه كار كړے، په وفاق كښې مو په 36 بېلا بېلو ادارو كښې په اېس او پيز عمل باوري كړے، هېلتھ رېګولېټري اتهارټي جوړه كړې شوې. ده ووئېل اوس مونږ په كافي شمېر كټس لرو. د پاكستان د روغتيا كاركنانو ته سلام كوو۔ده ووئېل د اروپا نه زيات مونږ سره د روغتيا كاركنان شته . ده ووئيل په پاكستان كښې د كورونا په نتيجه كښې څلور نيم زره خلق په حق رسېدلي.ده ووئيل تر اوسه په امريكا كښې د يو لك نه زيات خلق مړه شوي . ده ووئيل د تېرو 12 ورځو نه د كورونا په معاملو كښې بهتري راغلې. د كمېټې په غونډه كښې ناصر خان موسی زئی ، جے پرکاش، فوزیه بهرام، ډاكټر نورین فاروق خان، پروفېسر شهناز نصیر بلوچ، ډاكټر نثار احمد چیمه، ډاكټر ثمینه مطلوب، ډاكټر درشن، ډاكټر مهېش کمار میلانی، ډاكټر شازیه، ثوبیه اسلم سومرو، جیمز اقبال، او رمېش لال ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں