اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی) د سائنس او ټیكنالوجی وفاقی وزیر فواد چوهدری وئيلي دي پاكستان كښې به په وړومبي ځل د كركيلې ودې لپاره د ډرون د لارې كروندګرو له د سپرے كولو آساني وركولے شي، كروندګر د ډرون اخستو نه غير د اوبر په طرز كال كولو سره د ډرون سپرے خذمات ترلاسه كولے شي، د كركيلې څانګه كښې نوې ټیكنالوجی سره به انقلاب راشي، وینیټلیټرز په ځائي توګه جوړولو له درېو كمپنيو له به لائسنس وركولے شي، لوي آختر به په 31 جولائی وي، رویت هلال كمیټۍ لپاره به نورې آسانۍ راپيدا كوو ۔د دې خیالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ سائنس اینډ ټیكنالوجی وزارت كښې نجی كمپنی سره د ډرون په اړه يو مفاهمتی یادداښت لاس ليك كولو دستورې په موقع میډیا سره په خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د ډرون سپرے ټیكنالوجی سره به د كركيلې څانګه كښې انقلاب راشي٬ د يو ساعت كار به په 5 دقيقو كښې كېږي۔ ده ووئيل نړۍ د ډېرې مودې راهسې ډرون ټیكنالوجی نه د كركيلې پشمول نورو څانګو كښې استفاده كوي خو په پاكستان كښې مونږ په وړومبي ځل دا ټیكنالوجی معارفي كوو۔ده ووئيل د كومې كمپنۍ سره چې په اېم او یو لاس ليك كيږي هغه وړاندې څخه د دفاع څانګه كښې خپل خذمات ترسره كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل ډرون نه به د سپوږمۍ كتلو استفاده هم كوو، مونږ د رویت هلال كمیټۍ كار آسانولو لپاره د جدیدې ټيكنالوجۍ څخه استفاده كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كروندګر به كركيلې لپاره ډرون ټیكنالوجۍ د اوبر په طرز ترلاسه كولے شي۔ده ووئيل د ډرون استعمال لپاره به كروندګرو له هم تربيه وركولے شي۔