صدر د قامي وېټ لفټرز حافظ ظفر اقبال، خضر حيات او شجاع الدين ملك تاحيات پابندي ختمه كړه

image

اسلام آباد  17 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد اپيل ترسره كولو سره د قامي وېټ لفټرز حافظ ظفر اقبال، خضر حيات او شجاع الدين ملك تاحيات پابندي ختمه كړې ده ٬ وفاقي محتسب د پاکستان ويټ لفټنګ فېډرېشن په شكايت په وېټ لفټرز حافظ ظفر اقبال، خضر حيات او شجاع الدين ملك په يوولسم دسمبر 2019  تاحيات پابندي لګولې وه۔ د يادونې وړ ده  د پاکستان ويټ لفټنګ فېډرېشن د اپرېل په وړومبۍ نيټه كال 2016 كښې ويټ لفټرانو حافظ ظفر اقبال، خضر حيات، شجاع الدين ملك او په نورو  9  كسانو په متوازي فېډريشن جوړولو تاحيات پابندي لګولې ؤه ٬ شكايت كوٶنكو د پاکستان ويټ لفټنګ فېډرېشن د پرېكړې په ضد په وفاقي محتسب كښې درخواست دائر كړے ٶ٬ وفاقي محتسب په يوولسم دسمبر كال 2019 كښې (انويسټي ګېشن او د شكايتونو ترسره كولو قانون 2013 له مخئ دا مقدمه بنده كړې وه  او وئيلي وو  دا د كال 16-2015 معامله ده۔ د وفاقي محتسب د دغې پرېكړې په ضد وېټ لفټرز حافظ ظفر اقبال، خضر حيات اور شجاع الدين ملك صدر  ته اپيل كړے ٶ ۔دغسې  صدر د خپلو اختياراتو تر مخه د وفاقي محتسب  پرېكړه كښئ د بدلون كولو سره د پاكستان وېټ لفټنګ فېډرېشن لخوا لګولې پابندي ختمه كړې ده ۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں