اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) نېشنل کمانډ اينډ آ پرېشن سنټر ( اېن سي او سي) د كرونا په حفاظتي تدبيرونو د عملدرآمد په اړه د ډيجيټل ډېټا په تجزيه كولو غور كوي ، اېن سي او سي د څاروو منډيانو د انتظام او په خاص توګه په حفاظتي تدبيرونو عمل باوري كولو زور رواړے ، ماسك او په حفاظتي تدبيرونو عمل د كرونا وائرس نه د بچ كېدو طريقه ده، ۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اولس صحت او حفاظت زمونږ اول ترجيح ده او په دې لړ كښې د لوي اختر په موقع هر قسمه نرمي د وباء خپرېدو كښې د اضافې سوب جوړېدې شي٬ ټولې صوبې دې دا خبره باوري كړي چې په اېس او پيز په سختۍ سره عملدرآمد وشي او په خاص توګه د څاروو منډيانو د تابيا په مهال ټول حفاظتي اقدامات عملي كړے شي۔ اسد عمر ووئيل د جون وړومبۍ نيټې څخه تر 15مې نيټې اوسط ټېسټ 23,403 او د جولائي وړمبۍ نيټئ څخه تر 15مې اوسط ټېسټ 22969 د جون وړومبۍ نيټې څخه تر پنځلسمې نيټې د كرونا كېسونه 4056 او د جولائي د وړٶمبۍ نيټي نه تر پنځلسمې نيټې د رنځورانو كېسونه 3097 رېكارډ كړے شوي ۔ده ووئېل په رځورانو كښې كمے د اولس لخوا د حفاظتي تدبيرونو په اړه ښه رويه لرل او د انتظامي اقداماتو چې پكښې سمارټ لاك ډاٶن او د حفاظتي تدابير شامل دي د عمل درآمد نتيجه ده، ده ووئيل په ټيسټونو كښې د كمي په سوب نه بلكې په احتياط كښې د كمې په سوب وباء زياتېدې شي۔