پخوانۍ فاټا سيمو كښې به يوټېلټي سټورز جوړولے شي، ګرد هېواد كښې به 50 زره نوي يوټيليټي سټورز پرانستلے شي۔ مرادسعيد

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول پخوانۍ فاټا سيمو كښې به يوټيليټي سټورز پرانستلے شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د عبدالاکبر خان چترالي اوعلي وزير د پوښتنو په ځواب پارلماني سېكرټري زېن قرېشي او د مواصلات وزير مراد سعيد غونډې ته ووئيل چترال كښې د يوټيليټي سټورز جوړولو مسئلې به حل كولے شي، غونډې ته ووئيل شول ګرد هېواد كښې به 50 زره نوي يوټيليټي سټورز پرانستلے شي او د دغې دائره كار به تر پخوانو قبائيلي سيمو خپرولے شي۔ په نوي يوټيليټي سټورونو جوړولو كښې د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام څخه استفاده كوٶنكي ځوانان هم شاملېدے شي۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں