اسلام آباد 28 جولائی (اے پی پی) کشمير لپاره د پارلماني كمېټۍ چئیرمېن شهریار خان افریدي د نهې په ورځ د کشمیريانو ځوانانو د هند استبداد په ضد قربانۍ٬ ايثار او د مقاٶمت ستائنه كولو سره وئيلي دي د کشمیريانو ځوانانو د مړانې هلې ځلې نړۍ لپاره يو مثال دے۔ ده ووئيل اوس د كشمير آزادي زياته لرې نه ده ٬ د مودي په مشرۍ كښې هندي حكومت د كشمير كشاله نوره نړيواله كړې ، اوس نړۍ مداخلت لپاره چمتو ده او د نړيوالو مشرانو لخوا پرله پسې د كشمير مسئلې حل لپاره د كردار لوبولو وړاندېزونه د دې خبرې غمازي كوي چې د آزادۍ منزل اوس زيات لرې نه دے، ځوانان ھغه نېكه مرغه نسل كېدے شي څوك چې د كشمير د آزادۍ مشاهده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پارلمان كښې د كشمير يوته اېمبېسډرز ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د کشمیر کمېټۍ چيئرمېن د سوشل ميډيا د لارې په پاكستان د مسلط كړې شوي هائبرډ جنګ په اړه ځوانان خبردارولو كښې ووئيل دښمن د پاكستان ځوانان په نسلي٬ لساني ٬ فرقه ايز او په مذهبي توګه د وېشلو هڅې كوي ، مونږ له د هائبرډ جنګ نه محتاط پاتې كېدو ته اړتيا د۔ده ووئېل مونږ له به د دښمن د شېطاني پروپېګنډو څخه ځان خبر ساتل وي۔ ده ووئيل اتحاد ، نظم و ضبط او حب الوطنی د دښمن مايوسه كولو لپاره زمونږ ښه وسله ده۔ ده ووئيل ځوانانو له د كشمېر په مسئله ثابت قدمه پاتې كېدل پكار دي او دوي له به دا ياد ساتل وي چې كشميريان د هند قابض پوځ او غاصب حکومت په ضد څومره په مړانه قربانۍ وركوي۔ده ووئيل ښاغلې آسیه اندرابی او د ھغې څښتن محمد قاسم فكتو د څو لسيزو راهسې په زندان كښې دي٬ قاسم فكتو د تېرو 28 كالو راهسې په زندان كښې دے خو هغوي كله هم د كشمير په آزادۍ سودا نه ده كړې ٬ زمونږ په معاصر تاريخ كښې دا بې مثال نه لري۔