د لوي اختر په موقع بازارونو او د څاروو په منډيانو كښې د ګڼې نه ډډه وكړې ، د حکومتي پاليسو او د اولس په نظم او ضبط د كرونا په وباء تر ډېره حده قابو موندلے شوے

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د لوي اختر په مهال بازارونو او د څاروو په منډيانوو كښې د ګڼې ګونې نه په ډډه كولو زور رواړلو سره وئيلي دي د حکومتي پاليسو او د اولس په نظم او ضبط د كرونا په وباء تر ډېره حده قابو موندلے شوے ، كه لا احتياط وكړے شو نو په وباء به په بشپړه توګه قابو موندلو كښې بريالي شو۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د لوي اختر په اړه خپل ويډيو پېغام كښې كړې۔ اولس مشر ووئيل د کرونا وائرس پحقله پاکستان چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي٬ ھغه د حكومت د سمارټ لاك ډاون پاليسيو او د وګړو لخوا د كرونا وباء څخه بچ كېدو په ضابطه كار د عملدرآمد په سوب ممكن شوې۔ ده ووئيل نړۍ كښې په كرونا وائرس كښې اضافه شوې او پاكستان كښې په دې وائرس تر ډېره حده قابو موندلے شوے٬ د جون 30مې نيټې څخه په دې كښې واضح كمے راغلے۔ صدر ووئيل خلقو وئيل چې د موسم صورتحال به د وباء په شدت اثرات پرېباسي خو په ګاٶنډي هېواد هند كښې د كرونا كېسونه زيات شوي۔ ده ووئيل په پاکستان د لوي څښتن احسان دے ۔ده ووئېل د پاكستان حكومت د لاك ډاٶن په اړه غريب پرور پاليسۍ اختيار كړې٬ اولس ته ئې د احساس پروګرام له مخئ كېش مرسته وركړې دغسې چې اولس په كورونو كښې پاتې شي او په اېس او پيز عمل وكړے شي۔ صدر ووئېل د حکومت لخوا په وضع كړو اېس او پيز د عمل د لارې د تراويح او نورو عبادتونو سلسله جاري وه٬ په اﷲ ايمان او د حکومت په پاليسو بشپړ عمل كولو سره دا كاميابي ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل د پناه ځايونو او د بكرا منډۍ مې دوره كړې چرته چې خلق تر ډېره حده په اېس او پيز عمل كوي۔ده ووئيل د لوي اختر په موقع په بازارونو او د څاروو په منډيانو كښې د اخستلو او خرڅٶلو ٬ د اختر مونځ ادا كولو او د ځناورو د قربانۍ په مهال ماسك استعمال كړې او سماجي فاصله په ځائ وساتۍ، مصافحه مه كوئ او نه ورغاړه ووځې او په ضابطه كار عمل وكړۍ۔ده ووئېل دې اختر لپاره هم ھغه اېس او پيز دي كوم چې د تېر شوي اختر لپاره وو۔ده ووئيل كه د لوي اختر په مهال مو احتياط وكړو نو د لوي څښتن په فضل او رحم به محفوظ پاتې شوو

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں