پېښور 05 اګست (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په مشرۍ كښې د كشمير استحصال ورځې او كشمیریانو سره د يووالي څرګندونې په مناسبت د پېښور ګورنر هاؤس نه تر افیسر مس لاريون وكړے شو چې پكښې صوبائی وزيرانو، د اسمبلۍ غړو ،چیف سیكرټري د خیبر پښتونخوا آئی جی نه علاوه سول او سركاری چارواكو،اقلیتی ورورولۍ نمائندګانو او بيلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو ۔ د لاريون په مهال ګډون كوونكو د كشمیریانو سره د يووالي څرګندونه او هندي جارحیت په ضد غږونه پورته كول ۔ په دې موقع میډیا سره په خپلو خبرو كښې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان ووئيل كشمیری اولس د تيرو 7 لسيزو راهسې د هند د ریاستی ترهه ګرۍ ښكار دے، فاشسټ هند په دې مهال كشمیریان د خپلواكۍ حق څخه محرومه ساتلو له د ظلم انتها كړې۔ ده ووئيل نریندری مودی په 5 اګست2019 د هند آئین كښې شامل د مقبوضه كشمیر خصوصی حیثیت (آرټیكل ۔ 370) ختم كړے او په كشمیریانو ئې د ظلم انتها كړې۔ ده ووئېل كشمیریان د تير يو كال راهسې د هند د اړخه ریاستی ترهه ګرۍ او سخت ترین لاك ډان سره مخ دي ۔ وزیراعلی ووئيل مونږ په كشمیري اولسد ظلم او تشدد غندنه كوو او د هغوي د خپلواكۍ حق اخلاقی ، سیاسی او سفارتی مرسته به روان ساتو۔