د تحريك انصاف دوه كلونه ٬ د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو پلو عملي پېشرفت

image

ملتان ۔16 اګست(اے پی پی) دپاکستان تحریک انصاف حکومت چې د تېرو دوه كلونو په مهال په خپل منشور عملدرآمد له كوم كوټلي ګامونه پورته كړي دي هغو كښې د يادونې وړ يو ګام د سوئيلي پنجاب صوبې جوړېدو پلو مهم عملي پېشرفت دے۔ دا صوبه خو به پنجاب اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ د لارې عملي صورت اختيار كړي ولې د اولني ګام په توګه سول سب سېکرټرېټ جنوبي پنجاب جوړ كړے شوے دے۔ دلته د ایډیشنل چیف سیکرټری اوایډیشنل آئی جی تعینات كولو نه وروستو د دفتر جوړولو هڅې روانې دي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملتان دورې په مهال خبري كنفرنس كښی د خبريالانو د تېز او تندو پوښتنو ځوابونه ډېر صبر او زغم سره وركولو سره ووئيل د سوئيلي پنجاب صوبې سرښار نه زيات مهم د صوبې جوړېدل دي او ددې حتمي پرېكړه به د سوئيلي پنجاب صوبې اولنۍ اسمبلي كوي چې ددې سرښار ملتان ،بهاولپوریا ډیرہ غازی خان كښی كوم يو وګرځولے شي۔ د توان صوبائي وزير د اګست په 14 مه نېټھ خبري كنفرنس كښی ووئيل د صوبې سېکرټرېټ به ملتان كښی جوړولے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو له عملې هڅې پاكستان تحريك انصاف ټاكنو نه وړاندې پیل كړې وې۔ په 9 اپرېل 2018ء د مسلم لیګ (ن) د قومي اسمبلۍ شپږ غړو او د صوبائي اسمبلۍ دوه غړو خپل ګوند نه استعفی وركولو سره د پخواني نګران وزيراعظم بلخ شېر مزاري په مشرۍ كښی سوئيلي پنجاب صوبه محاذ جوړول اعلان كړې وو۔ يوه مياشت وروستو په 9 مئي 2018ء جنوبی پنجاب صوبه محاذ پی ټی آئی كښې ضم كړې شو۔ او په دغه موقعه وزيراعظم عمران خان سره لوظنامه وشوه چې اقتدار ترلاسه كولو سره به د پاكستان تحريك انصاف حكومت بېلې صوبې جوړولو له ګامونه پورته كوي۔ د مارچ په 11 مه نېټه وزيراعظم عمران خان سره د سوئيلي پنجاب د قامي اسمبلۍ غړو ملاقات كښې پرېكړه وشوه چې د سوئيلي پنجاب صوبې بل به ډېر زر اسمبلۍ ته وړاندې كړې شي۔ په دې موقعه په ابتدائي توګه ددوه سب سېكرټرېټ جوړولو پرېكړه هم وكړې شوه چې حتمي اعلان ئې د جولائي اولنۍ نېټې نه وړاندې د پنجاب اعلی وزير وكړو۔ اے پي پي سره خبرو كښې د پنجاب اعلی وزير خاص مرستيال جاوید اختر انصاری ووئيل اعلی وزير خپل لوظ پاللے دے او د سېكرټرېټ جوړول د بېلې صوبې پلو اولنے ګام دے۔ ده ووئيل موجوده حكومت د سرائيكي منطقې پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ د سرائیکیستان قومی کونسل صدر ظهور احمد دھریجه ووئيل مونږ د ملتان او بهاولپور تقسيم نه قبلوؤ۔ زمونږ اصل مطالبه بېله صوبه ده۔ ده ووئيل وعده د ځانله صوبې شوې وه۔ جنوبي پنجاب صوبه محاذ د صوبې جوړولو له جوړ شوے وو او ددې تحريك انصاف كښی د ضم كېدو په وخت چې كومه لوظنامه شوې وه هغه د صوبې جوړول وو٬ د سول سب سېكرټرېټ دې كښې ذكر نه وو۔ ده ووئيل مونږ د صوبه سرائیکستان خبره كوؤ چې سرښار ئې بايد ملتان وي۔ په دې مهال د صوبه بهاولپور تحریک چیئرمین جام ظهور بخش لاړ ووئيل مونږ د مسئلو حل غواړو۔ بجټ كښې فنډز غواړو۔ ده ووئيل بهاولپور صوبې سره كه سوئيلي پنجاب صوبه هم جوړه كړې شي نو اعتراض نه لرؤ۔ اصل معامله دا ده چې د خلقو مسئلې دې حل كړې شي

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں