د سفارتي چيلنجونو ادراك لپاره د تھنك ټينكس كردار زيات ضروري دے٬ زمونږ تھنك ټېنكس له نړيوال او سيمه ايز تھنك ټېنكس سره روابط زياتول غواړي۔ شاه محمود قرېشي

image
APP40-17 ISLAMABAD: August 17 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi chairing a meeting of Institute of Strategic Studies Islamabad (ISSI) at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سفارتي چيلنجز ادراك لپاره د تھنك ټينكس كردار زيات ضروري دے٬ زمونږ تھنك ټېنكس له نړيوال او سيمه ايز تھنك ټېنكس سره روابط زياتولو غواري ۔ د ګل په ورځ خارجه وزير د انسټيټيوټ آف سټرټيجك سټډيز اسلام آباد د محققينو غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې خارجه سېكرټري سهېل محمود، خاص سېكرټري معظم احمد خان او د خارجه وزارت نور لوړ پوري هم موجود وو۔ په غونډه كښې په منطقه كښې د روابطو په وده٬ د كووېډ-19 نه پس په بدلېدونكې نړيواله منظر نامه او په سفارتي محاذ په رامخې ته چېلنجونو بحث وشو۔ ډائريكټر جنرل (آئي ايس ايس آئي) اېمبيسډر (ر) اعزاز چوهدري د وژن30-2020 په اړه خارجه وزير ته تفصيلي بريفنګ هم وركړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د سفارتي چيلنجز ادراك لپاره د تھنك ټينكس كردار زيات ضروري دے٬ زمونږ تھنك ټېنكس له نړيوال او سيمه ايز تھنك ټېنكس سره روابط زياتول غواړي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل انسټيټوټ آف سټرټيجك سټډيز سره بهترين محققين موجود دي د كومو په استفاده كولو سره چې په سفارتي كچه د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي له مرسته ترلاسه كېدے شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي د انسټيټيوټ آف سټرټيجك سټډيز اسلام آباد د كاركردګۍ ستائنه كولو سره د تحقيق معيار ښه كولو لپاره د خپل او خارجه وزارت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں