پاكستان د نړۍ سېلګرو لپاره زړه راښكونكے منزل دے، د سېل په ځايونو كښې سل فيصده بكنګ د دې خبرې غمازي كوي چې په هېواد كښې د سېلګرۍ صنعت پرله پسې وده كوي

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېتر شبلي فراز وئيلي دي پاكستان د ګردې نړۍ سېلګرو لپاره يو زړه راښكونكے منزل جوړ شوے، د سېل په ځايونو كښې سل فيصده بكنګ د دې خبرې غمازي كوي چې په هېواد كښې د سېلګرۍ صنعت پرله پسې وده كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل دا د معاشي هلو ځلو او د اولس د بحالېدونكي باور واضح اظهار دے۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل اولس دې په اېس او پيز لازمي عملدرآمد وكړې

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں