اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) وفاقي وزيرانو وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان دے٬سخت وخت تېر شوے٬د خوشحالۍ دور پېل شوے٬احتساب٬سپيځلتيا٬مېرټ٬خود انحصاري٬د سرمايه كارۍ وده٬د روزګار موقعې زياتول٬د توان او معيشت د څانګو پرمختګ د حكومت مركز او محور دے٬د ففته جنرېشن وار هدف په هېواد كښې اړے ګړے او نااميدي پیدا كول دي٬اپوزېشن په اولس كښې مايوسي خپرول غواړي٬اولس مونږ سره ولاړ دے٬ ټول سازشونه به په ګډه ناكامه كوو٬د حكومتي اقداماتو مثبتې نتيجې راوځي٬وزيراعظم واضحه كړې چې په هېواد كښې به د قانون حكمراني باوري كولې شي۔دا خبرې د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬ د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد٬د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري٬د بشري حقونو وفاقي وزير شيرين مزاري٬د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬د وزيراعظم د پیټروليم خاص مرستيال نديم بابر او د وزيراعظم د برېښنا خاص مرستيال شهزاد قاسم د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ وړاندې كولو په دوهم پړاؤ كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړی۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل حکومت د دوه كاله په پوره كيدو د خپلو ټولو وزارتونو کارکردګي اولس ته وړاندې كوي چې مقصد ئې خپل جمهوری فرض ترسره كول دي۔ د اطلاعات وزير ووئيل د ففتھ جنریشن وار هدف هيواد كښې افراتفری او ناامیدی پیدا کول وي او اپوزیشن اولس كښې مایوسی او افراتفری پیدا کول غواړي۔ده ووئېل اولس زمونږ سره ولاړ دے،ټول سازشونه به ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان يو ځل بيا په ډاګه كړې چې د قانون حکمرانی به باوري كولې شي او مافیاز به پرې نه ښودلې شي ۔ ده ووئيل د خوشحالۍ دور پيل شوے، مثبتې نتيجې رامخې ته كيږي۔ده ووئېل تيرو حکومتونو هيواد غریب کړے او د پرمختګ لپاره ئې هيڅ نه دي كړي ، وسائل په ښه ډول نه دي كارولې شي او هېواد په بیدردۍ سره لوټ كړے شوے، مونږ به د دې حالاتو ښه كولو لپاره په زړه پورې هڅې كوو او دې لپاره شپه ورځ چمتو يو۔ د اطلاعات وزير ووئيل مونږ هڅې كوو چې نن د تير وخت څخه ښه وي او راتلونكے وخت د نن څخه ښه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ قائد عمران خان 22 كاله هلې ځلې هيواد كښې میرټ، انصاف او د قانون سرلوړۍ لپاره كړي او داسې څنګه كيدے شي چې هغه ځان سره داسې ټيم وساتي كوم چې کارکردګي نه ښائي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تيرو حکومتونو د برېښنا ټیرف كوم میکنزم نه ؤ جوړ كړے ٬ په ګرانه بيعه به ئې برېښنا اخستله او په آرزانه بيعه ئې خرڅوله چې ورسره ګرځنده قرض زياتيدو۔ ده ووئيل كه هغوي په دې اړه سوچ كړے ؤ نو نو نن به داسې صورتحال نه ؤ۔ ده ووئيل مونږ به د غنمو او د چینو مافیاز په يو عزم مقابله كوو۔خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې احتساب سپيځلتيا٬مېرټ او خود انحصارۍ لپاره هڅې كوو٬د مواصلات په وزارت كښې سپيځلتيا لپاره اي ټېكنالوجۍ ته وده وركوو٬ده ووئيل حكومت سپيځلتيا باوري كولو لپاره د ستمبر د 30مې نېټې اي بېلنګ٬اي بډنګ او اي ټينډرنګ پېل كوي٬دې سره مونږ ريونيو مانيټر كولې شو۔ده ووئيل د كله نه جې د پاكستان تحريك انصاف حكومت اقتدار ته راغلے مونږ په ادارو كښې د سادګۍ كمپائن پیل كړے٬مونږ د مواصلات په وزارت كښې هم د سادګۍ كمپائن پیل كړے او په نتيجه كښې يې د مواصلات وزارت كښې د 750 ملينه روپو بچت وكړے شو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ خود انحصارۍ لپاره په محاصل كښې اضافې ته هم پام لرنه كړې۔وفاقي وزير ووئيل د مواصلات وزارت كښې آډټ كولو سره د احتساب په عمل كښې مونږ 12 اربه 56 كروړه روپۍ ريكور كړي۔ده ووئيل د تېرو دوه كلونو په مهال ريونيو د 53 نه تر 103 ارب روپو ته رسېدلې دغسې زمونږ په دور كښې د لويو لارو په پروژو 48.2 فيصده زيات كار شوے۔وفاقي وزير ووئيل د روزګار موقعې او سرمايه كاري زياتولو لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ حكمت عملي خپله كړی شوې۔وفاقي وزير ووئيل د سيالكوټ٬پېنډۍ٬كراچۍ٬چمن او كوئټې پشمول په 8 پروژو كار روان دے٬د سيالكوټ پینډۍ او جهلم د 40 حلقو څخه به موټروے تېرېږي٬مراد سعيد ووئيل په تېر دور كښې چې كوم ډول اولس پاكستان پوسټل سروسز پرېښې ؤ ٬مونږ په پوسټل وزارت كښې هم انقلابي اقدامات كړي٬مونږ په پوسټل سروسز كښې ټريك ټريس سروس معرفي كړے۔د يو اېم اېس او په بهرنيو هېوادونو كښې د اي اېم اېس سروس پیل كړے شوے۔د خلكو كورونو ته سامان رسول پیل كړی شوي دغسې اي كامرس پیل كړے شوے او 15 وړوكو برانډز سره لوظ نامې شوي۔ده ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال د پاكسان پوسټ آمدن د 11.4 نه 14 ارب ته رسېدلے۔ده ووئيل د ډاګ په محكمه كښې ګڼ شمېر نوې پروژې پېل كړی شوي۔د موټروے پوليس په هلاف لائن 130 ريسپانس ټائم 2 دقيقو ته راولو۔ده ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې د ادارو بهترۍ لپاره هڅې كوو۔خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزيرې ډاكټر فهميد مرزا ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د شريكې ګټې كونسل ډېر مهم فورم دے٬د بېن الصوبائي رابطه وزارت سي سي آئي ته سېكرټرېټ وركوي۔د سېلګرۍ ودې لپاره د صوبو په مشوره لائحه عمل جوړ كړے شوے۔په زندانونو كښې د بنديوانو مېرمنو پشمول نورو كسانو ته په زندان كښې دننه د لوبو آسانې وركولې شي۔وفاقي وزيرې ووئيل په ديني مدرسو كښې د وفاقي تعليم د لوبو آسانې وركړي٬هغې ووئيل سپورټس بورډ بدلول غواړم٬په دې وخت كښې نړۍ د سپورټس په اړه بدله شوې٬بلكې سپورټس په صنعت كښې بدلېږي٬د لوبو د لارې سفارت كاري يوازې په نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر په ډاګه كولې شي۔وفاقي وزيرې ووئيل مونږ اصلاحات كړي٬د دې څخه وړاندې د سپورټس بورډ 31 غړي وو٬اوس مو په دې نظرثاني كړی او د 11 غړو بورډ جوړ كړے شوے۔وفاقي وزيرې ووئيل مونږ د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرام كښې سپورټس پوهنتون لپاره فنډ پېل كړے چې پكښې به آن لائن كوچز كلاسونه كېږي۔د دې نه وړاندې به مونږ نړيوالو لوبو لپاره بهر تللو ځكه چې په بهر نړۍ كښې به ښه ماحول ؤ ۔ هغې ووئېل لوبو لپاره اوس بندېزونو سره مخ يو٬اوس به په دې لړ كښې په وړومبي ځل انټي ټائپنګ ووټ جوړېږي٬وفاقي وزيرې ووئيل د پاكستان سپورټس ريونيو كښې 42 فيصده اضافه شوې٬اتهليټس ته د ښه ماحول وركولو عزم لرو۔ په دې موقع د بشري حقونو وفاقي وزير ډاكټر شيرين مزاري ووئيل په پخواني وخت كښې د بشري حقونو وزارت ته زيات اهميت نه دے وركړے شوے۔د اوسني حكومت په دور كښې كه د وزيراعظم عمران خان پام د نورو ملكي ستونزو حل طرف ته وو نو ورسره د بشري حقونو ستونزې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو هدايت هم شوے ۔هغې ووئيل زمونږ وزارت په اوسني حكومت كښې دريو څيزونو ته زيات پام كړی چې پكښې د بشري حقونو قوانين عملي كول٬په قوانين كښې چې چرته سقم موجود هلته نوې قانون سازي كول او په دې اړه په اولس كښې خبرتيا پیدا كول شامل دي۔ډاكټر شيرين مزاري ووئيل د بشري حقونو مضمون اوس زمونږ د خارجه پالېسۍ برخه هم جوړ شوې او مونږ پھ مقبوضه كشمير كښې كېدونكې ظلمونه هم په نړيواله كچه په ډاګه كوو٬هغې ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ په قانون كښې د هېواد وګړي چې كوم تحفظ لري بايد عملي كړے شي۔شيرين مزاري ووئيل زمونږ وزارت زينب الرټ بل٬په قانون كښې د مرستې د انصاف اتهارټي ايكټ 2020 ٬ په كورونو كښې د ماشومانو په كار د بندېز٬ د ديت عرش او دامن په قوانين كښې تراميم٬آئي سي ټي٬د ماشومانو د تحفظ ايكټ او نظام انصاف نابالغان ايكټ 2018 منظور كړي۔شيرين مزاري ووئيل ګڼ شمېر بلونه د اپوزېشن د سياست په وجه پاتې دي چې پكښې د كرسچن اينډ مېرج طلاق بل٬ ډوميسټك وائلنس بل٬سينئر سيټزن بل٬كوپرل پنشمنټ بل پشمول نور بلونه قائمه كمېټو سره دي۔هغې ووئيل زمونږ وزارت د جرنلسټس پروټېكشن بل په اړه د اطلاعات او خپرونو وزارت سره په ګډه كار كوي۔د دې نه علاوه د وزيراعظم په سيټزن پورټل د بشري حقونو په اړه 17 زره شكايات حل كړے شوي۔د دې نه علاوه زمونږ وزارت په هلپ لائن د دوه كلونو په مهال 5 لكه شكايات ترلاسه كړي چې پكښې 11 زرو سره د وزارت لخوا قانوني مرسته شوې۔هغې ووئيل زمونږ وزارت مخنث ته د دوي حقونه وركولو لپاره كار كړے٬په پمز كښې دوي لپاره جلا وارډ جوړ كړے شوے۔دوي ته په كنونشن كښې ګډون لپاره رسنه هم وركړی شوې۔هغې ووئيل د وزارت لخوا ډيجيټل فلم فيسټيول د اګست د څلورمې نېټې نه روان دے كوم به چې د اګست تر 25مه نېټې روان وي۔د دې نه علاوه وزارت اسلامي نظرياتي كونسل سره په ګډه د مېرمنو حقونو په اړه د خبرتيا په پروګرام هم كار كړے۔د قيدي مېرمنو په اړه رپورټ تيار كړې شوے كوم به چې راتلونكې اونۍ وزيراعظم ته وړاندې كړے شي۔خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د بدعنوانه عناصرو د بې امتيازه احتساب د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل پاكستان هغه يوازنے هېواد ؤ كوم چې په سائنس او ټېكنالوچۍ د جي ډي پي 0.62 فيصده خرڅ كوله۔د تېر وخت په حكومتونو كښې دغه مصرف 0.26 فيصد ته راغلے ؤ او پاكستان هغه يوازنېےهېواد ؤ كوم چې د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت بجټ نيم كړﺀ ؤ۔ده ووئيل مونږ دا د بيسك سائنس څخه د ايپلائيډ سائنس پلو بوتللو٬زمونږ په هڅو تعليمي څانګه كښې لويه كاميابي ترلاسه شوې او پاكستان د واشنګټن لوظ نامې برخه جوړ شوے چې ورسره به اوس د پاكستان انجينئرانو ډګري په ټوله نړۍ كښې منلې شي۔د زرعي څانګې ذكر كولو سره ده ووئيل په ټول هېواد كښې 500 جديد فارمونو تشكيل كولو پلان لرو۔دې فارمونو ته به د ډرونز او تخم پشمول نورې ضروري آسانې وركولې شي۔زمونږ مقصد د غېر روايتي فصلونو كروندې سره د هېواد په برآمدات كښې اضافه كول دي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ د ملكي برآمدات اضافې لپاره بشپړه كار كړے او مونږ د دوه اربه ډالرو د برآمداتو هدف ټاكلے ۔ده ووئيل د كووېډ -19 نه پس مونږ طبي سامان د هېواد په كچه جوړول پیل كړے او د الله په فضل نن هره مياشت مونږ 250 وينټي ليټرې په هېواد كښې جوړوو٬مونږ به دا صلاحيت په مياشت كښې 700 ته رسوو٬د دې نه علاوه اليكټرو ميګنېټك انډسټرۍ لپاره په سيالكوټ كښې د خاص اقتصادي زون جوړولو هدف لرو۔ده ووئيل پاكستان سږ كال په ډائيلاسسز كښې د استعمالېدونكي حساس مشينرۍ جوړولو كار هم پېل كړے۔د دې نه علاوه مونږ په يو كال كښې د دوه اربه ډالرو د سرجيكل مصنوعاتو برآمد كولو هدف هم ټاكلے۔ده ووئيل مونږ غېر ملكي زرمبادله بچ كولو لپاره د هېواد په كچه د بېلا بېل كميكلز جوړولو پلان هم جوړ كړے۔وفاقي وزير ووئيل د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ(ن)په سياست كښې كرپشن كومه ستونزه نه وه۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان احتساب باوري كولو لپاره پوخ عزم لري٬په دې موقع د پیټروليم او برېښنا وفاقي وزير عمر ايوب خان ووئيل د پي ټي آئي حكومت د اولې ورځې نه د ماليات او د توان چېلنجونو سره مخ وو۔په تېرو شلو دېرشو كلونو كښې د هېواد انرجي مېكس د پخوانو حكومتونو د غلطو پالېسو په وجه د بدلو شوو او او 70 فيصده برېښنا د بهر نه د راتلونكي ايندهن څخه جوړولې شوه٬مونږ د متبادل توان ذريعو ته خاص پام لرنه كوو٬د توان ځايې وسيلې په كار راوستلې شي۔د متبادل توان ذريعو څخه به اولس ته ارزانه برېښنا وركړے شي۔ د شمسي توان ټېرف د 13 سينټ نه 3.75 سينټ ته راغلے ٬ د دې به هم اولس ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د دې نه علاوه د سولر پينل او د وينډ پليټس پشان د بنيادي آلاتو هائيټك انډسټري به هم په هېواد كښې لګولې شي٬مونږ به دا آلات مينځنۍ آسيا او افريقې ته هم برآمد كوو٬دې سره به د روزګار موقعې هم زياتې شي۔عمر ايوب خان ووئيل د موټرو د پلان په اړه د 1.2 اربه ډالرو په نړيوال عدالت كښې د پاكستان په ضد پريكړه شوې وه او دا نزدې 200 اربه روپۍ جوړېږي٬د وزيراعظم عمران خان او د ترك صدر رجب طيب اردوان په هڅو پاكستان د دې جرمانې نه بچ شوے٬حكومت د كوټلې حكمت عملۍ له مخې د موټرو په كيس كښې د 200 اربه روپو د جرمانې نه بچ كړے شوے٬ده ووئيل آئي پي پيز سره د اوږدو مذاكراتو نه پس په نوې لوظ نامه اتفاق راغلے ٬دا لوظ نامه به په زرينو ټكو ليكلې شي۔پخوانو حكومتونو ګرانې لوظ نامې كړی وې۔د آئي پي پيز مالكانو او فني پوهانو سره په ښه ماحول كښې مذاكرات شوي٬د دې به هېواد ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د منډا بند٬ديامربهاشا بند٬د كوهاله پروژې او د كروټ پروژو څخه به په مجموعي توګه د 6500 نه تر 7000 مېګاواټ برېښنا پېدا كېږي۔ارزانې برېښنا لپاره د اوبو څخه د برېښنا پیدا كولو په ګڼ شمېر پروژو كار روان دے٬د حكومتي هڅو په نتيجه كښې د سيلۍ څخه د برېښنا پیدا كولو د 800 مېګاواټ په 15 پروژو كار روان دے۔د دې نه علاوه د 60 مېګاواټ د باګاز په پروژو كار روان دے٬عمر ايوب ووئيل كله جې اوسنے حكومت اقتدار له راغلو نو هغه وخت يوازې د دوه اونيو د غېر ملكي زرمبادله ذخيرې وې٬ډېر زيات لوډشېډنګ وو٬لائنونونه به ټېرف كېدل٬مونږ د ستمبر 2018 نه تراوسه د 500 كے وي او 200 كے وي د لائنونو خنډونه لرې كولو سره په نظام كښې 4500 مېګاواټ اضافي برېښنا شامله كړی۔په ساړه كښې به ډېر زيات ټرېفنګ كېدو دا هم زيات بهتر كړے شوے۔ده ووئېل تېر كال يو لائن هم ټرپ شوے٬ده ووئيل د ګرډ سټېشنو استعداد هم 7200 مېګاواټ ته رسولے شوے٬د 2800 نه تر 3 زره كلوميټره نوې ټرانسمېشن لائنز غزولے شوے۔ده ووئيل د برېښنا په څانګه كښې د اصلاحاتو عمل روان دے٬د اېن ټي ډي سي نظام ښه كولے شي۔تر كال 2046 به يو لك مېګاواټ بېرېښنا په سسټم كښې شامله كړو۔ده ووئيل د اوسني حكومت په اقداماتو په لائن لاسسز كښې 1.4 فيصد كمے راغلے٬ 8390 انجينئران او ملازمان مستقل كړے شوي٬په دسټري بيوشن كمپنو كښې د روزګار لس زره نوې موقعې به راپېدا كړی شي۔نوې انډسټريل سټېټ به جوړوو او برېښنا به وركولې شي۔ده ووئيل ټولې پروژې به د 7 نه تر 8 كلونو پورې ترسره كړے شي۔په ټولو صوبو كښې بندونه جوړولې شي٬ده ووئيل د اوبو د وسيلو وزارت د پروژو په نتيجه كښې د روزګار د زرګونو په شمېر موقعې راپیدا شوي۔په دې موقع د بحري چارو وفاقي وزير علي حېدر زيدي ووئيل د تېر وخت حكومتونو د بحري چارو د وزارت سوچ نه دے كړے بلكې د پورټ قاسم د پلاټونو خرڅولو خبرې به كېدې٬د بلو اكانومي تصور اولس لپاره نوے ؤ ٬د بلو اكانومي په اړه به پوښتنې كېدلې٬ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ټوېټ د لارې د ده د وزارت كاركردګي ستائېلې۔د نړۍ لويې ښارونه پورټ سټي دي۔د كوسټل ټورازم په وجه د سمندر په غاړه زمكې ګرانېږي۔د كراچۍ پورټ ټرسټ په زمكو قبضې شوې وې او د تېر حكومتونو د صوبائي اسمبلو غړي په دې كښې ككړ وو ۔ده ووئېل د تېر وخت حكومتونو د كبانو څانګه نظرانداز كړی وه۔زمونږ د فشريزي كلن برآمدات د 450 ملين ډالرو دي٬كله چې مونږ حكومت سنبهال كړو نو معلومه شوه چې د پاكستان فريټ بل د پنځه نيم اربه ډالر وو٬پاكستان نېشنل شيپنګ كارپورېشن سره 9 جهازونه وو٬مونږ پكښې دوه نوې جهازونه شامل كړي ۔ ده ووئېل د شيپنګ په نوې پالېسۍ كښې مراعات وركړے شوي٬د كراچۍ پورټ ټرسټ د زمكې ډيجيټلائز كولو هدايت وركړې شوي او د يوې اندازې له مخې د دې زمكې بيعه 15 اربه ډالر ده٬په دې لړ كښې پلان جوړوو٬په تېر وخت كښې به په پورټ قاسم كښې د يو ايكړ پلاټ بيعه يو نيم كروړ روپۍ لګېده او په سركاري كاغذونو كښې به يو نيم كروړ وښودلې شوه او نورې پيسې به ځانله اخستلې كېدې اوس مونږ د پلاټونو په اړه د پورټ قاسم د زمكې د ليز كولو اجازه وركړی۔ده ووئيل فلپائن د سمندري چارو څخه هر كال 6 اربه ډالره ګټي او په دې لړ كښې زمونږ آمدن د 50 ملين ډالرو نه هم كم دے٬په دې موقع د وزيراعظم د پیټروليم خاص مرستيال نديم بابر ووئيل په هېواد كښې د ګاز پېداوار پرله پسې كمېږي٬په دې وخت كښې مونږ 3.7 ارب مكعب فټ پیدا كوو چې پكښې هر كال د 9 نيم فيصد په شرح سره كمے راځي٬په تېر حكومت كښې تېل او ګاز لټولو لپاره يو لائسنس هم نه دے وركړے شوے او د لائسنس جاري كېدو نه پس د دريو نه تر پنځه كاله د تېل او ګاز په لڼون لګي۔ده ووئيل مونږ د تېرو دوو كلونو په مهال په ډريلنګ كښې اضافه كړې٬د 26 نوو ذخيرو څخه هره ورځ 240 اېم اېم سي اېف ډي ګاز او 7 زره بېرل تېل ترلاسه كېږي۔د لس نوو بلاكونو ټينډر وركړے شوے٬ 20 نوې بلاكونه به په ستمبر كښې نيلام كړو٬دا مونږ ته د مارچ په مياشت كښې نيلامۍ لپاره وړاندې كول وو خو د كورونا وائرس په وجه نيلام نه كړے شول ۔ده ووئيل د تېل او ګاز پېداوار مكمل ډېټا ترلاسه كولو لپاره ډېټا بيس او ډيش بورډ جوړ كړے شوے او وړاندې به اېل اېن جي يوازې حكومت درآمد كوله۔د پخوانو لوظ نامو بيعې هم زياتې وې٬د تېر يو نيم كال څخه مونږ د 20 نه تر 25 فيصده اېل اېن جي په كمه بيعه اخلو۔د اګست په وړومبۍ اونۍ كښې د 2.2 ډالر په بيعه كارګو راوړلې شوې كوم چې په دې منطقه كښې تر ټولو ټېټه بيعه ده۔ده ووئيل د پنځو نوو پرائيوېټ ټرمينلو جوړولو اجازه وركړې شوې۔پرائيوېټ كمپنۍ پخپله اېل اېن جي راغوښتلې شي۔دې لپاره به دوي د حكومت ضمانت ته كوم ضرورت نه لري۔ايګ زون او مټسوبشي به په دسمبر كښې په دې پخپله كار پیل كړي۔ده ووئيل په پائپ لائن هم كار روان دے٬د تاپي په اړه ټولې لوظ نامې شوي او مونږ به بيعې هم كموو٬دا پړاؤ به په دوه دريو مياشتو كښې ترسره شي۔ ده ووئېل تركمانستان د راتلونكي جنورۍ فرورۍ كښې په دې كار پېل كول غواړي۔د كراچۍ څخه تر لاهور نوې پائپ لائن غزولو لپاره د روټس سروے او ډيزائن كار ترسره شوے او په درېو څلورو مياشتو كښې به په دې كار پیل كړے شي۔ده ووئيل يورو 5 پیټرول په ماحولياتي آلودګۍ قابو موندلو لپاره مهم دي۔د وزيراعظم په هدايت د تېلو معيار بدل كړے شوے۔د ستمبر د وړومبۍ نېټې نه پس به ټول پیټرول د يورو 5 او د دسمبر د 31مې نېټې نه پس به ټول ډيزل د يورو 5 په معيار درآمد كولې شي۔نديم بابر ووئيل ټولې ريفائنرۍ اپ ګرېډ كولې شي۔د پاركو پوسټل ريفائنري په اړه ډېر پرمختګ شوے٬په دې ډېر كار ترسره شوے۔دا د هېواد تر ټولو لويه تقريبا د 7 اربه ډالرو پروژه ده٬د راتلونكي ګرامۍ تر موسم به په دې كار پېل شي۔ده ووئيل د كراچۍ نه تر شيخو پوره وائټ آئل پائپ لائن هم دوه مخېز كولے شي۔په راتلونكو اونيو كښې به په دې د ډيزلو او پیټرول رسنه پیل شي۔دا به د پیښور تر تارو جبه رسولې شي۔په دې به هم په مياشت نيمه كښې كار پیل شي او د دې د لارې به د كراچۍ نه تر پیښور تېل او ډيزل رسي دې سره به په سړكونو د ټرافېك فشار هم كم شي۔ده ووئيل په ټول هېواد كښې د ګاز 25 لكه كنكشنې ځنډ سره مخ دي٬تر څو چې د ګاز پېداوار نه وي زيات شوے٬د كنكشنز ستونزه به موجود وي