اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ وئيلي دي د کووېډ ۔ 19 وبا له امله رامخې ته شوو مسئلو كمولو كښې د نړيوالې ورورولۍ اجتماعی هڅو ته اړتيا ده، پرمختلليو او مرسته كوونكو هيوادونو د اړخه پرمختګ كوونكو او او کمزورو معیشتونو لپاره قرض كښې ریلیف په دې لړ كښې مؤثره اقدام ثابتيدے شي، پاکستان د ګروپ 20 هيوادونو د اړخه د قرض ادائیګۍ كښې آسانيو او آئی اېم اېف ، ورلډ بېنك ، ايشين ډوېلپمنټ بېنك او د ملګرو ملتونو او نورو ادارو د اړخه سمدستي د معاونت اقدامات وستائل ، پرمختګ كوونكو او کم آمدن لرونكې هيوادونو ته د پيښو ستونزو مخنيوي لپاره نړيوال عزم او مرستې ته اړټيا ده۔ ده دا خبره د ايشين ډوېلپمنټ بېنك او د ملګرو ملتونو د اسياﺀ او بحراكاحل اقتصادي او سماجی کمیشن د سيورې لاندې آن لائن سیمینار ته خطاب کښې وكړه۔ د وزیراعظم صلاحكار ووئيل د کووېډ ۔ 19 له امله نړۍ يو سنګین صورتحال سره مخ كيږي، حقیقت كښې دا د 1930 لوئې کساد بازارۍ څخه هم خراب صورتحال دے ،نړۍ د کووېډ۔19 وبا لپاره چمتو نه وه۔ ده ووئيل د نورو هيوادونو په شان پاکستان هم د دې وباﺀ له امله ځپلے شوے، پاکستان د دې وباﺀ مخنيوي او خپل معیشت او وګړو بچ كولو لپاره ځينې اقدامات كړې، حکومت معیشت كښې د کیش شاملولو يو پروګرام جوړ كړے دغسې چې کاروبار لپاره د کیش مسئله پيدا نه شي، دې سره سره وګړو له د نغدې مرستې وركولو لپاره پروګرام پيل شوے دغسې چې په سخت وخت كښې هغوي لپاره آسانۍ راپيدا كړے شي او د روزګار بچ كولو لپاره هم سبسډیز او د پے رول خرڅونو په لړ كښې پروګرام معارفي كړے شي ۔ د وزیراعظم صلاحكار ووئيل مونږ ګڼو چې د کووېډ ۔ 19 له امله رامخې ته شوي صورتحال او د مسئلو كمولو كښې د نړيوالې ورورولۍ هڅو ته اړټيا ده، پرمختلليو او د مرسته كوونكو هيوادونو د اړخه پرمختګ كوونكو او او کمزورو معیشتو لپاره قرض كښې ریلیف په دې لړ كښې مؤثره اقدام ثابتيدے شي، پاکستان د ګروپ 20 هيوادونو د اړخه د قرض ادائیګۍ كښې د آسانيو په اړه د آئی اېم اېف ، ورلډ بېنك ، ايشين ډوېلپمنټ بېنك ٬ د ملګرو ملتونو او نورو ادارو د اړخه سمدتي معاونتې اقدامات ستائي، پرمختګ كوونكو او کم آمدن لرونكو هيوادونو ته د پيښو ستونزو مخنيوي لپاره نړيوال عزم او مرستې ته اړټيا ده۔ده ووئيل پاکستان نیدرلینډ او افریقائي ائتلاف سره په ګډه د ډیبټ ورنل ایبلیټی ګروپ شریك چئیرمین کردار ترسره كوي، دا ګروپ په ځينې تجاویز او سفارشات کار كوي، وړومبې تجویز دا دے چې د ګروپ 20 قرض موخر او معطل کونكې اقدام (ډی اېس اېس آئی) د لږ نه لړ يو كال موده مقرر کړې شي، دغسې دا تجویز هم رامخې ته شوے چې د کووېډ۔19 له امله د پرمختګ كوونكو هيوادونو کریډټ ریټنګ بايد متاثره نه شي