د صدر ډاكټر عارف علوي د نيپال موده ترسره كونكې سفيرې سيوالا مسال آدهيكاري سره خبرې

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي بايد د سوئېلي آسيا د اولس په ژوند كښې بهترۍ لپاره سارك غوره كردار ترسره كړي٬د سارك څخه د متحرك تنظيم جوړولو ضرورت دے چې دغسې د تنظيم په غړو هېوادونو كښې د شريكې مرستې ودې سره سره د منطقې د هېوادونو د اولس د ژوند معيار ښه كړے شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د نيپال وظيفه ترسره كونكې سفيرې سيوالا مسال آدهيكاري سره د الوداعي ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې پھ دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د هند لخوا خپلو ګاونډيان هېوادونو سره د ستونزو په بنياد د اړيكو په وجه د دې منطقې سلامتيا خطر سره مخ ده۔ده ووئيل په غېر قانوني هندي مقبوضه كشمير او د نورو اقليتونو په ضد د هند انتهاخوښۍ اقدامات د اندېښنې وړ دي۔د نيپال سفير ووئيل د ده هېواد پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دفاع او كلتور په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتول غواړي۔

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں