اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې کنول شوذب وئيلي دي پاك پوځ د هېواد دښمنه عناصرو او د هندي سازشونو عمرله بشپړ ځواب وركړے او د هېواد خپلواكي ئې كله هم زيان له نه ده وركړې ۔د دفاع ورځ په اړه اے پي پي سره په خبرو كښې دې ووئيل د ترهګرۍ خاتمې لپاره جې كوم جنګ شوے او قربانۍ وركرې شوي هغه مثال نه لري۔ دې ووئيل مونږ زيات خوش بخته يو چې داسې پوځ او ځوانان لرو كوم چې هېواد سره زياته مينه كوي او دې لپاره هر وخت قربانۍ لپاره چمتو وي۔ کنول شوذب ووئيل مونږ ھغه مېندو٬ خوېندو او زامنو ته خاص سلام كوٶ چا چې خپل وروڼه او زامن د مورني هېواد سلامتيا لپاره قربان كړي۔ دې ووئيل دا هم د پاك پوځ د قربانو مېوه ده چې نن مونږ په آزاد هېواد كښې ژوند كوٶ