پاكستان هغه هېوادونو كښې شمېرلے كېږي كومو چې د دفاعي ټېكنالوجۍ كښې زيات پرمختګ كړے

image
APP69-31 ISLAMABAD: January 31 – Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پاكستان هغه هېوادونو كښې شمېرلے كېږي كومو چې دفاعي ټېكنالوجۍ كښې زيات پرمختګ كړے٬نن پاكستان د اسلامي نړۍ يوازنې اتومي طاقت دے٬مونږ د جديد ترين مېزائل پروګرام چلولو٬د هېواد په كچه ټانكونه او مېزائل جوړوو او خپل اتومي پروګرام په كاميابۍ سره چلوو۔د جمعې پھ ورځ اے پي پي سره په مركه كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ صلاحيت لرونكو انجينئرانو او سائنسدانانو د پاكستان د دفاع نظام ناقابل تسخير كړی۔ده ووئيل د ستمبر شپږمه نېټھ هغه ورځ ده كله چې زمونږ بهادرو جنګيالو او اتلانو لويې قربانۍ وركړی٬دا ورځ د خوږ وطن د نظرياتي او جغرافيائي پولو د دفاع د عزم د پخلي ورځ ده۔چوهدري فواد حسېن ووئيل زما تعلق د جهلم څخه دے چرته چې په هره سيمه كلي او ټاؤن كښې د شهيدانو قبرونه او يادګارونه موجود دي۔ده ووئيل ما د دې ميندو او خوئېندو دړد او غم ډېر د نزدې نه ليدلے كومو چې خپل بچي او وروڼه د دې هېواد په محبت كښې قربان كړي۔دې شهيدانو د خپل هېواد د خاورې تقدس لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔ده ووئيل هغه هېوادونه كوم چې د خپل هېواد د خپلواكۍ تحفظ لپاره د داسې وسله والو ځواكونو كمې لري٬د دوي په نړۍ كښې كوم اهميت نشته۔د هېواد د ځوانانو په نوم په خپل پیغام كښې وفاقي وزير ووئيل تاسو د كومې هم پېشۍ ټاكنه كوۍ هغه كه لوبې وي٬تحرير وي٬پوځ وي يا سائنس تل خپلې پېشۍ ته پام وكړې كوم چې په ننۍ نړۍ كښې مشكل كار نه دے۔

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں